د ټولشموله حکومت لپاره هم جنګ او هم خبرو ته تيار يو: احمد مسعود
افغان طالبانو له يو ولايت پرته ټول افغانستان نيولی دی. دا ولايت پنجشير دی چې اوس پکې د مقاومت لپاره وسله وال روزل کېږي. د دې وسله والو مشري د پخواني وژل شوي قوماندان احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود کوي. نوموړی وايي له طالبانو د ټولشموله حکومت غوښتنه لري او د دې لپاره خبرو او جنګ دواړو ته تيار دی. نور حال د مشال راډيو مرکزي څانګې په ويډيويي راپور کې.
د فېسبوک تبصرې