د زیارت پرلتوال له سيمې د اېف سي ځواکونو د اېستلو غوښتنه کوي
د بلوچستان پښتون مېښته سيمه زیارت کې سياسي ګوندونو او ځايي خلکو د ليويز سرتېرو د وژنو پرضد پرلت وهلی دی. دوی له حکومت غوښتنه کوي چې اېف سي ځواک دې له سيمې وباسي. درې ليويز سرتېري د اګست پر ۲۶مه د زیارت مانګي بند سره وژل شوي ول. د بلوچستان حکومت وايي چې سرتېري د حکومت اثاثه ول او زر به يې قاتلان نيسي.
د فېسبوک تبصرې