له کابل هوايي ډګره د پاکستان پي ای اې الوتکو لومړی پرواز
په دې ځانګړي پرواز کې شاوخوا ۷۰ کسان اسلام اباد ته ولاړل چې ډېری یې له نړیوالو مرستندویه ادارو سره د کارکوونکو افغانانو د کورنیو غړي ول. افغانستان ته د عامو سورلیو د تګ راتګ لپاره د پروازونو پیلول د طالبانو د حکومت لپاره یو لوی چیلینج دی. طالبانو له نړیوالو سره ژمنه کړې چې د ضروري سفري اسناد لرونکو افغانانو له هېواده په وتلو به بندیز نه لګوي. په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ. ویډیو: اې ایف پي
له کابل هوايي ډګره د پاکستان پي ای اې الوتکو لومړی پرواز
د فېسبوک تبصرې