کابلیان د خوړو لپاره د خپل کور توکي پلوري
په کابل کې د استعمالي څیزونو دوکانداران وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کاروبار ښه شوی دی. په دې بازار کې د کور هر ډول سامونونه پراته دي چې د ګرانۍ او بې روزګارۍ له وجې مجبوره خلکو پکې قیمتي سامونونه هم په ډېر ارزانه بییه پلورلي دي. په دې کې ځینې سامانونه هغو خلکو هم خرڅ کړي چې له هېواده یې وتل غوښتل او د سفر لپاره ورسره پېسې نه وې. ویډیو: اې اېف پي
د فېسبوک تبصرې