د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرهنګي چارې دې بیرته چټکې شي: خوستي فرهنګیان


خوست په افغانستان کې د علم، ادب او فرهنګ له اړخه یوه بډایه سیمه ګڼل کېږي خو اوس په کې د پخوا په شان ادبي بنډارونه، مشاعرې، غزلییز ماښامونه او نور پروګرامونه نه تر سترګو کیږي.
خوست په افغانستان کې د علم، ادب او فرهنګ له اړخه یوه بډایه سیمه ګڼل کېږي خو اوس په کې د پخوا په شان ادبي بنډارونه، مشاعرې، غزلییز ماښامونه او نور پروګرامونه نه تر سترګو کیږي.

د افغانستان د خوست فرهنګیان، مدني فعالان او روڼ اندي وايي، په دې وروستیو کې په دې ولایت کې فرهنګي او مدني فعالیتونه ټکني شوي دي.

دوی وايي، خوست د علم، ادب او فرهنګ له اړخه یوه بډایه سیمه ده، خو اوس په کې د پخوا په شان ادبي بنډارونه، مشاعرې، غزلییز ماښامونه او نور پروګرامونه نه تر سترګو کیږي.

بل لوري ته د فرهنګ په برخه کې طالب چارواکي وايي، چې دوی به د فرهنګیانو، روڼ اندو او ځوانانو د یو موټیتوب او د هغوی د ذهني روښانتیا په خاطر ګڼې برنامې پلان او عملي کړي.

خوست چې مخکې په کې ډېر مدني، ټولنیز او فرهنګي فعالیتونه ترسره کېدل او ځوانانو به په کې په پراخه کچه برخه اخیسته، په دې ځای کې له څه مودې راهیسې دا فعالیتونه ټکني شوي او نه ترسترګو کیږي.

د سپټمبر د ۱۸مې ناوخته خوستيو فعالانو دې ولایت ته د اطلاعاتو او فرهنګ د نوي رئیس د پېژندنې په پار جوړې شوې غونډې په څنډه کې مشال راډیو ته وویل چې پخوا به نه یوازې ښار د بیلابیلو برنامو کوربه وو، بلکې په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې به هم ادبي او هنري بنډارونه، میلې، مشاعرې، غزلییز ماښامونه، د کتابونو مخکتنې او نور فرهنګي فعالیتونه ترسره کېدل.

دوی غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې دې د پخوا په شان فرهنګي او مدني فعالیتونه چټک شي.

د سلیمان ژوندي په نامه یو اوسېدونکي مشال راډیو ته وویل، " تاسو به تېر کې د خوست ځوانان لیدلي وي، ډېر مدني او فرهنګي فعالیتونه يې ترسره کول، په هره موضوع کې يې ښه برخه اخیسته، وخت ناوخت به د فرهنګ ریاست هم ځانګړي پروګرامونه جوړول، ځوانان راټولیدل، مشورې به يې کولې، زموږ غوښتنه داده چې دا وضعیت بیرته عادي شي، ځکه دا کارونه په ټپه دریدلي دي."

یو بل فرهنګي ځوان عابد ځدراڼ وویل، اوس تر ډېره فرهنګي فعالیتونه ټکني شوي او د پخوا په شان د ځوانانو شور او زوږ نشته.

ده وړاندیز وکړ چې چارواکي دې د فرهنګي فعالیتونو بیرته روانولو ته پام واړوي.

ټولنیز فعال نورالله نوري وویل چې خوست یو داسې ټاټوبی دی، چې په ملي مسایلو کې يې نوم ډېر ځلانده وو، خو اوس له څه مودې راهیسې دا چارې یو څه ټکنۍ شوې او روښانه، نه دي.

نوموړي هم له چارواکو وغوښتل چې د کلتوري فعالیتونو پراختوب ته خپله پاملرنه ډېره کړي.

د ټولنیزو علومو استاد سپین روان نورزی وايي، په خوست کې په تېر کې هم ښه فرهنګي فعالیتونه وو، دلته ډېرې ښې ناستې او غونډې کيدلې او اوس يې هم غوښتنه دا ده چې فرهنګي فعالیتونه پراخ وساتل شي، تر څو خوست لکه څرنګه چې په ټوله سیمه کې د فرهنګي مرکز په توګه پېژندل شوی وو، بیا هم وپېژندل شي.

بل لوري ته د فرهنګ په برخه کې طالب چارواکي وايي، چې د دوی لپاره فرهنګي فعالیتونه ارزښت لري او دوی به هڅه وکړي چې ادبي او هنري فعالیتونو په خوا کې د ځوانانو د فکري تنویر لپاره بیلابیلې برنامې پلي کړي.

په خوست کې د طالبانو لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ نوي رئیس شبیراحمد عثماني وویل، "امید دی چې د خوست ظرفیتونه سره ټول کړو، د هغوی په همکارۍ او مشوره مخته قدم کېږدو، هغه پروګرامونه او پلانونه چې د مرکز لخوا موږ ته راکول کیږي، هغه په ښه شان عملي کړو، د ځوانانو د فکري او ذهني تنویر لپاره کار وکړو او هغوی ته بیلابیلې برنامې مخې ته کړو، هغه که د هنر او ادب په برخه کې دي، هغه که د سیمنار په برخه کې دي او هغه که د ورکشاپونو په برخه کې وي."

په خوست کې پخوا د ښځو د لسو مدني بنسټونو په ګډون خواوشا اتیا ټولنې او بنسټونه موجود ول، چې تر ډېره به يې علمي، هنري او کلتوري فعالیتونه سرته رسول او په دې برخه کې به يې ځینې لنډمهالې پروژې هم پلې کولې، خو له هغه وروسته چې طالبانو د قدرت واګې په لاس کې اخیستي، یاد فعالیتونه ټکني شوي او ډېر نه تر سترګو کیږي.

XS
SM
MD
LG