د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښین دې پر دوو ضلعو ووېشل شي: ټول ګوندیزه غونډه


د پښین ټول-ګوندیزې غونډې برخوال
د پښین ټول-ګوندیزې غونډې برخوال

د بلوچستان د پښین ضلعي انتظامې او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د وکیلانو اتحادیې تر انتظام لاندې، پر ۲۰م سېپټېمبر په ياده سیمه کې ګڼ ګوندیزه غونډه شوې چې پکې د ټولو سیاسي ګوندنو، تاجرانو، وکیلانو ټرانسپورټرانو، کروندګرانو او د سیمې مخورو مشرانو ګډون کړی وو.

په غونډه کې برخوالو اندېښنې شریکې کړې چې پښین سیمه دي پر دوو ضلعو یا ولسوالیو ووېشل شي او ډویژنل مرکز دي هم پښین وګرځول شي.

په دې اړه د وکیلانو اتحادیې د پښین مشر عبدالمناف بادیزي مشال رېډیو ته وویل: "پر ټولنیزو رسنیوو داسې ګنګوسې دي چې ډویژنل مرکز کلا عبدالله جوړېږي، پښین زړه ضلع ده، ابادي یې هم زیاته ده، باید پر دوو درو ضلعو ووېشل شي او ډویژنل مرکز دې هم پښین سیمه وګرځول شي."

د غونډي برخوالو دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې د پښین د ښاروالۍ یا میونسیپل کارپورېشن ځینې برخې بیرته د ښاروالۍ څخه ایستل شوي دي.

اصغر اڅکزی: په کوټه، قلعه عبدالله او پښین کې نوې ضلعې جوړو

د کوټې پښتو اکېډمۍ په خلکو د پښتو لیک لوست زده کوي

کورونا وايرس: د بلوچستان پښین ضلع اړين وسايل نه لري

په دې اړه د یادې سیمې پخواني ښاروال محمد عیسی روښان مشال راډیو ته وویل: "میونسیپل کارپورېشن پر خپل-ځای فعاله دی خو کله چې د ۲۰۱۷ز کال سرشمېرنه کېده نو یې میونسیپل کمېټۍ پر زړه نقشه کړې ده ځکه خو په خلکو کې دا اندېښنې پیدا شوې چې ګواه د میونسیپل کارپورېشن ځینې برخې کمې کړل شوي دي."

په ۲۰۱۳ز کال کې په بلوچستان کې د بلوڅو او پښتنو ګډ حکومت کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا په پښین کې د سردار بهادر خان ښځینه پوهنتون او لا پوهنځي عارضي څانګې پرانستل شوې، چې قانوني حثیت ورنه کړل شو خو دا وخت تر نهه سوه زیات زده کونکې لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او بلوچستان اسمبلۍ پخواني غړي اغا لیاقت علي مشال رېډیو ته وویل چې دې څانګو ته د قانوني حثیت ورکولو لپاره یې هلې ځلې روانې دي په دې نېږدې کې یې د بلوچستان له اوسني ګورنر سید ظهور اغا سره هم لیدلي دي او هغه د قانوني حثیت ورکولو ژمنه کړې ده.

نوموړی وايي: "موږ د خپل حکومت مهال دا څانګې په عارضي توګه پرانستې وې چې وروسته به مو قانوني حثیت ورکولو خو حکومتونه بدل شول ځکه خو دغه کار نیمګړی پاته شو. بلوچستان د پښتنو او بلوڅو ګډه صوبه ده دا ډول څانګې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې هم پرانستل شوې چې وروسته ورته قانوني حثیت ورکول شو او زموږ د حکومت له مینځه تلو سره د پښتون مېشتو سیمو څانګې هم هغسې پاته شوې چې قانونې حثیت یې دا دی چې د هایر ایجوکیشن سره به تړل کېږي."

دغونډې د برخوالو په وینا چې پښین د ډویژنل مرکز جوړولو لپاره له ښاره لوېدیځ لور ته د ولس لخوا ۲۰۸ ایکړه مځکه ټاکل شوې ده او د فوجي هیډ کواټر لپاره هم ۸۰ ایکړه مځکه ټاکل شوې ده.

د پښین ضلع په ۱۹۷۵ز کال کې له کوټې څخه بېله شوې ده او په ۱۹۹۳ز کال کې کلا عبدالله صلع د پښین څخه بېله شوې ده. د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخې د پښین سیمه تر ۷ لکه زیاته ابادي لري.

XS
SM
MD
LG