په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په قافله په وسله وال برید کې د اېف سي څلور سرتېري او یو پولیس والا وژل شوي دي.
امنیتي او انتظامي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې دا پېښه د اکتوبر پر دویمه د سپین وام تحصیل په لرې پرته سیمه سلپازۍ کې رامنځ ته شوې ده.
چارواکي زیاتوي چې وسله والو په امنیتي سرتېرو هغه مهال برید وکړ چې دوی سیمې ته د لټون عملیاتو لپاره روان ول. په وژل شویو کې حوالدار زاهد، حوالدار اشتیاق، لانس نایک مجید، لانس نایک والي او یو پولیس اهلکار شامل دي.
د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند محمد خراساني د برید ذمه واري منلې ده. هغه رسنیو ته په استول شوي یو بیان کې ادعا کړې چې په برید کې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه له ترکي تلویزون ټي ار ټي سره په یوه مرکه کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې د پاکستاني طالبانو له ځینو ډلو سره خبرې کوي او دا د مفاهمت یو عمل دی.
عمران خان په دغه مرکه کې ویلي وو، که وسله وال خپلې وسلې کېږدي نو هغوی به ورته بخښنه وکړي.
خو بلخوا د عمران خان له دغو څرګندونو سمدستي وروسته، تحریک طالبان پاکستان په يو بیان کې وويل چې یاده ډله يو موټې ده او په ليکو کې یې هېڅ قسمه تقسيم یا اختلاف نشته.
د یادې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، د هغوی د مشرتابه لخوا له پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو په اړه څه نه دي ورته ویل شوي.
نوموړي په دغه بیان کې پر خپلو جنګیالیو هم غږ کړی چې خپلو بریدونو ته دې دوام ورکړي.
خو د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې په خپلو وسله والو غږ کړی چې د اکتوبر له لومړۍ تر ۲۰مې نېټې پورې ډزبندي ده نو پر پاکستاني ځواکونو دې له بریدونو کولو څخه ډډه وکړي.
هلته په شمالي وزیرستان کې ځايي سرچینو د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې د حقاني شبکې یو مخکښ او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د داخله چارو وزیر سراج حقاني د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې او پاکستاني حکومت تر منځ د ډزبندۍ په اړه مذاکرات کړي دي.
په وزیرستانونو کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا په بریدونو کې زیاتوالی په داسې حال کې زیات شوی چې په افغانستان کې طالبانو د هېواد کنټرول حاصولولو وروسته هلته خپل سرپرست حکومت اعلان کړی دی.
د فېسبوک تبصرې