د بلوچستان پوهنتون د ځمکپوهنې/جيولوجۍ څانګې پخوانی مشر ډاکټر دين محمد وايي، ځمکه په څه نا څه ۲۴ تبڼو یا تبخیو (پلېټونو) وېشل شوې ده چې ځینې یې لوی او ځینې یې واړه دي. دوه تبخي چې له یو بل سره نښلي نو په منځ کې درز لري چې چاودلې کرښه (فالټ لاین) بلل کېږي. لکه یو فالټ لاین د افغانستان له پلازمېنې کابله د بلوچستان تر چمن ښاره غځېدلی او وروسته پکې د بلوچستان اوران او ګوادر هم لګېدلي چې د تبخي یوه برخه ان تر عرب سمندرګي تېره شوې.
دی وايي، په ځمکه کې دا چاود نېږدې ۳۰ کېلومیټره ژوروالی لري او له دې سره په څنګ کې بیا نورې وړې وړې چاودلې کرښې هم تېرې شوې دي.
د ډاکتر محمد په خبره، د اکتوبر پر اوومه په هرنايي کې راغلې زلزله د سلیمان غره او کفتر غره دواړو د نښلېدلي څنګ (سنګم) لاندې له تېر شوي فالټ لاینه راغلې ده.
ډاکتر دین محمد وايي، زلزله ځکه راځي چې د ځمکې تبخي پرله پسې خوځېږي او د حرکت له وجې یې انرژي پیدا کېږي چې دا د ځمکې دننه په ژورو کندو کې زېرمه کېږي او یو وخت داسې راشي چې نور په هغه کندو کې توانايي نه شي زېرمه کېدای نو پایله یې د زلزلې په شکل کې ظاهره شي.
د ده په خبره، دا بهیر مسلسل روان وي او د زلزلې ژر یا ناوخته راتګ د ځمکلاندې ژورو کندو په اوږدوالي پورې اړه لري. په بله معنا، چې څومره دا چاود اوږد وي، هومره د انرژۍ زېرمه کېدل زیات وخت اخلي.
لویې زلزلې پر لوی فالټ لاین باندې راځي
ډاکتر دین محمد وايي، په ۱۹۳۵ز کال چې په کوټه کې زلزله راغله نو د هغې فالټ لاین (چاودلې کرښه) تر ۱۰۰ کلومیټره زیات اوږدوالی لري. دا کرښه د کوټې د بروري له غرونو پیلېږي بیا هورې تر قلاته رسي. هلته ځمکه پرې شوې (شلېدلې) ده او د ۱۹۳۵ز کال زلزله هم پر هغه فالټ لاین راغلې وه. د ده په خبره، پر دې فالټ لاین د زلزلې راتګ امکان موجود وي.
زلزله وهلو سیمو کې د کورونو جوړښت
ځمکپوه ډاکټر دین محمد وايي، هغه سیمې چې د زلزلې پر کرښه پرتې دي، خلکو ته یې په کار ده چې کورونه په ساینسي بنیادونو جوړ کړي چې د ناورینونو پر وخت له زیات ځاني او مالي تاوانه بچ شي.
د نوموړي په خبره، خلک چې کله د خټو کور جوړوي نو باید د دېوال په مورو کې پر دوه دوه فوټه بانسونه ولګوي او په هره موره کې دې د نایلون رسۍ جال وپري نو د زلزلې له راتګ سره بیا دا ډول ودانۍ چوي، خو نړېږي نه. دی همداراز زیاتوي چې په پخو یا سیمټي کورونو کې سریې اچول کېږينو ځکه هغه خوندي وي.