د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې کابل ته په خپل لومړي سفر کې ژمنه کړې چې د ګاونډي هېواد د اقتصاد پرځېدو مخه به ونیسي.
قریشي د اکتوبر پر ۲۱مه له طالب مشرانو سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، پاکستان له افغانستان سره د پینځه اربه روپیو (شاوخوا ۲۸۰ میلیونه ډالر) بشري مرسته کوي او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به هڅې وکړي.
نوموړي پر داسې وخت افغانستان ته سفر کړی چې د چمن پوله چې د دوه اړخیزه سوداګرۍ له مهمو لارو یوه ده، له څه د پاسه دوو اوونیو راهیسې تړلې ده چې د کروندګرو او کاروباریانو لپاره د سختو ستونزو باعت شوې ده.
قریشي وویل، پاکستان به پر پوله ځينې محدودیتونه نرم کړي او ټوله اوونۍ د ۲۴ ساعته سوداګرۍ لپاره د لارو پرانیستو په ګډون به نورې اسانتیاوې هم پیدا کړي. د بهرنیو چارو وزیر وویل، پاکستان به له افغانستانه د مېوو او سبزیو پر درامد مالیې ختمې کړي.
په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا مشال راډیو ته وویل، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې ((ان په دروازو کې به ناروغانو ته ویزې ورکول کېږي.))
له قریشي سره په پلاوي کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر جنرال فیض حمید هم شامل وو چې په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته کابل ته تللی وو.
ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د طالبانو یو پلاوی هم اسلام اباد ته ولاړ شي.