د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر منظور پښتین او ملګرو یې بلوچستان ته پر ورتګ تر درېوو میاشتو بندیز


منظور پښتین په جنوبي وزیرستان کې امن کنفرانس ته د وینا پر مهال. ۲۰۲۱، ۰۷م جولای
منظور پښتین په جنوبي وزیرستان کې امن کنفرانس ته د وینا پر مهال. ۲۰۲۱، ۰۷م جولای

د بلوچستان صوبايي حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پښتین په ګډون د غورځنګ پر ځینو نورو پلویانو دغه صوبې ته پر ورتلو تر ۹۰ ورځو بندیز لګولی دی.

منظور پښتین د دغه اعلاميې یوه کاپۍ پر خپل ټوېټر خپره کړې چې د بلوچستان کورنيو او قبايلي چارو محکمې د نومبر پر ۱۱مه نېټه جاري کړې ده.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین په ټويټر دغه اعلاميې ته ويلي، "د بلوچستان حکومت راباندې يو ځل بيا صوبې ته پر ورتګ بندیز لګولی دی. د برېتانيا استعماري رياست به هم دغه شان کول. پي ټي اېم د امن غوښتنه کوي. هغه څوک چې امن ته ترې خطره ده د تورو شیشو په ګاډو کې ازاد ګرځي. دا ډول جرمي چلند بايد ودرول شي."

په اعلاميه کې ويل شوي، د ولسي ژغورنې د ۱۹۶۰ فرمان له مخې پر ندې پر منظور پښتین، محسن داوړ، علي وزیر، سېد عالم مسيد، عبدالله ننګيال او ثنا اعجاز چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دي، د ۲۰۲۱ز کال له ۱۱م نومبر د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ تر ۸مې نېټې د بلوچستان صوبې هېڅ يوې ضلعې ته نه شي داخلېدی.

د بلوچستان صوبايي حکومت دغه اعلاميه په داسې وخت کې خپره کړې چې د نومبر پر ۸مه نېټه منظور پښتین اعلان کړی وو چې د علي وزیر په ګډون د پي ټي اېم بندي غړو د راخوشې کولو لپاره به د نومبر پر ۱۴مه په پېښور، کوټه او کراچۍ کې مظاهرې کوي او بیا به د نومبر پر ۲۶مه نېټه په کوټه، د دسمبر پر ۵مه نېټه به په ټانک او د دسمبر پر ۱۹مه نېټه په کراچۍ کې جلسې کوي.

افغانان دې په ازادۍ د هېواد برخلیک وټاکي: پي ټي اېم
افغانان دې په ازادۍ د هېواد برخلیک وټاکي: پي ټي اېم

یاده دې وي چې د نومبر پر ۱۴مه نېټه منظور پښتین د پېښور پرېس کلب مخې ته په احتجاجي مظاهره کې اعلان کړی وو چې د دسمبر پر ۲۶مه به پي ټي اېم د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهي او که په لسو ورځو کې د پي ټي اېم قیديان خوشي نه شول نو بيا به له کراچۍ تر کوټې او له هغه ځایه به په ټوله پښتنه سيمه بټګرام او مانسهره راتاوېږي او اسلام اباد ته به لاريون کوي.

پر منظور پښتین د ۲۰۱۸ز کال په وروستيو او په ۲۰۱۹ز کال کې هم بلوچستان صوبې ته پر ورتګ تر بندیز راغلی وو.

XS
SM
MD
LG