د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال فرانس کې له سختې یخنۍ، باران او واورې سره مخ دي


افغان کډوال فرانس کې له سختې یخنۍ، باران او واورې سره مخ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

د فرانس په ساحل کې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو سلګونه کډوال تر شنه اسمان لاندې په سخته یخنۍ کې په دې انتظار شپې سبا کوي چې د (انګلش چېنل) له لارې برېتانیا ته ورسېږي. دوی وايي، انساني قاچاقبرانو ترې برېتاینا ته د رسولو لپاره څه باندې درې لکه افغانۍ اخیستي خو دوی یې په لاره کې پرېښودل. فرانسوي چارواکي وايي چې له دې لارې سږ کال تر اوسه شاوخوا ۳۱ زره او۵۰۰ کډوالو برېتانیا ته د تللو هڅه کړې چې پکې ځینې بریالي شوي، ځینې یې په سمندر کې ډوب شوي او ۷۸۰۰ کډوال له سمندره ژغورل شوي دي. نور حال په دې ویډیو کې. ویډیو: اې اېف پي، ایډېټ او رپورټ: منورشاه

XS
SM
MD
LG