د يمن اسونه د جګړې له وجې له اتلولۍ پاتې شوي
په يمن کې له تېرو اوو کلونو راهيسې روانې جګړې له کبله تر يو لاک زيات کسان وژل شوي او همداراز په هېواد کې د خوړو کمښت له وجې د څارويو ژوند هم له خطر سره مخامخ شوی دی. په پلازمېنه صنعا کې د اسونو اصطبل کې د خوړو داسي بحران رامنځ ته شوی چې مالک يې له مجبورۍ اسونه پلوري. ويډيو: رويټرز خبري اژانس