د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: امریکا او م م سره کار کوم چې افغان نجونې بیرته زده کړو ته ستنې شي


ملاله یوسفزۍ: امریکا او م م سره کار کوم چې افغان نجونې بیرته زده کړو ته ستنې شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:43 0:00

د تعليم مبارزې او د سولې نړيواله جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ له امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن سره په ليدنه کې د افغان نجونو د زده کړو او کار موضوع راپورته کړې ده. هغې پر امريکا ږغ کړی چې له ملګرو ملتونو سره په ګډه په افغانستان کې نجونو تعليم په برخه کې سمدستي اقدام وکړي. انتوني بلېنکن ويلي چې د نجونو زده کړو ته لاسرسی د امريکا او ولسمشر بايډن لپاره ځانګړی ارزښت لري. د اګست په مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په زرګونه نجونه لاهم له زده کړو بې برخې دي. طالبانو په دې لړ کې خپل دريځ لږ څه نرم کړی خو يې لاهم بشپړ عملي ګامونه نه دي اخيستي. په دې اړه د اشوشييټېډ پريس اژانس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.

XS
SM
MD
LG