د لاسرسي ځای

تازه خبر

له وېسټ انډیز سره د پاکستان روانې لوبې و ځنډېدې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د وېسټ انډیز او پاکستان ترمینځ د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ ځنډېدلې دي.

د پاکستان د کرکټ بورډ یو مشر سلمان نصیر د ډېسېمبر پر ۱۹مه، د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې خبریالانو ته وویل، دواړو هېوادونو سیالۍ ځکه وځنډولې چې یوشمېر وېسټ انډیزي لوبغاړي په کورونا وایرس اخته شول.

هغه وویل:"د دواړو هیوادونو د کرېکټ لوبډلو چارواکو، وروسته له هغې د دغو لوبو د ځنډولو پرېکړه وکړه چې د ویسټ انډیز ټیم شپږ لوبغاړي پر کورونا وایرس اخته شول. هغوی اندېښنه لرله چې کېدای شي د یو ورځنیو لوبو لپاره به ۱۱ لوبغاړي ونه لري."

ده زیاته کړه چې د وېسټ انډیز لوبغاړي خپل هېواد ته ستنېږي او درې یو ورځنۍ لوبې به د ۲۰۲۲ز کال په جون کې کېږي.

دا پرېکړه پر داسې مهال شوې چې لومړنۍ یو ورځنۍ سیالي د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېدونکې وه. تر دې مخکې، د ډېسېمبر پر ۱۶مه، د پاکستان لوبډلې له وېسټ انډیزه د اخري ۲۰ اوریزه سیالۍ په ګټلو اتلولي په درې صفر وګټله.

د ویسټ انډیز لوبډله د درو ۲۰ اوریزو او درو یو ورځنیو لوبو لپاره پاکستان ته ورغلې وه. دغه لوبې د کراچۍ په نیشنل سټیډیم کې ترسره کېدې.

د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د پاکستان سوپر لیګ په نوم یوشمېر سږنۍ لوبې هم ځنډېدلې وې چې بیا په متحده عربي اماراتو کې وشوې.

په کراچۍ کې د سپورټي چارو خبریال او د کرېکټ مینه وال عرفان خټک وايي، په کراچۍ کې د ویسټ انډيز سره د پاکستان د لوبو ځنډېدل ښه خبره نه ده ځکه چې تر دې وړاندې د پاکستان سوپر لیګ لوبې هم ځنډېدلې وې چې له وجې یې د لوبو مینه وال د ناهیلۍ سره مخ شوي وو.

XS
SM
MD
LG