د خوست روغتیايي مسوولین وايي، په دې ولایت کې به هغه ټول روغتونونه، کلینیکونه، درملتونونه او کتنځایونه وتړل شي، چې په غیر قانوني ډول په روغتیايي خدمتونو بوخت دي.
د چارواکو په وینا، غیر قانوني معالجه او درملنه خلکو ته په زیان تمامېږي او دوی به يې مخه ونیسي.
د خوست روغتیايي چارواکو یادې څرګندونې د ډېسېمبر پر۱۸مه په ښار کې د روغتیا په برخه کې د نظارت او تصفیوي عملیاتو پر مهال مشال راډیو ته وکړې.
د عامې روغتیا رئیس صاحب ګل خالد وویل، هېچا ته به د خپلسرو روغتیايي خدمتونو اجازه ورنکړي:"تاسو ولیدل چې موږ خوست ښار کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي، هغه کلینیکونه او درملتونونه چې قانوني نه وي هغه به له نن ورځې وروسته تړل کېږي تاسو ولیدل چې مهرلاک شول، ټولو خوست میشتو ته ډاډ ورکوو چې په راتلونکې کې به انشالله د دې له ضرر نه تاسو په امن کې اوسېږئ. "
په خوست کې ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي هم وايي، خلکو ته باید د عامې روغتیا وزارت د پالیسیو او سټراتيژیو په رڼا کې خدمتونه وړاندې شي، له هغې پرته خپلسرې معالجه د ولسونو لپاره په زیان ده.
معالج ډاکټر حبیب شاه انصاري چې د ښار د روغتیا د برخې څخه د نظارت یو غړی دی وايي، په خوست کې هغه شمېر معالجوي او د غاښونو کلینکونه او درملتونونونه ډېر دي، چې جواز نه لري.
د ده په وینا، له نهو کلونو راهیسې د درملتونونو د جوازونو وېش بند شوی، نو دا چې خلک په ډېریدو دي، د طالبانو حکومت د وزیرانو له شورا غواړي، چې د جوازونو د بیرته پیلیدو پریکړه وکړي.
په خوست کې د روغتیا د برخې کارکوونکي د کلینکونو او درملتونونو څخه څار او نظارت د با کیفیته او معیاري درملنې د ترویجولو لپاره یو ښه اقدام بولي.
د غاښونو د برخې یو معالج نور خان وايي، په دې ډول اقداماتو سره دوی متوجه کېږي چې خپلو کلینکونو او درملتونونو ته قانوني اسناد واخلي او په تاریخ تېر او بې کیفیته درمل ونه پلوري.
په خوست کې د پخوا په پرتله د نورو توکو د بیو د لوړیدو تر څنګ د درملو بیې هم لوړې شوې دي.
د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی محمدصدیق له حکومتي چارواکو غواړي چې د روغتیا په برخه د نظارت پروسه پياوړې کړي: "د درملو له شرکتونو او د دواخانو والاوو نه مو دا هیله ده چې دا ولس غریب دی، د معدې د ۱۰ افغانیو والا ګولۍ په شل خرڅوي، همداشان د سردرد لپاره د اومنیډول تابلیت هغه اوس ۳۰ افغانیو ته رسیدلي دي، د امارت نه مو دا هیله ده چې په مارکیټ کې نظارت وکړي او ولس باید د دوی سره همکار شي، تر څو د خلکو ستونزې حل شي."
د خوست د روغتیايي چارواکو په وینا د هغو درملتونونو چې په تاریخ تېر درمل پلوري او هغه روغتیايي کلینیکونو او د ډاکټرانو د کتن ځایونو د تړلو لپاره به عملیات دوام وکړي، چې قانوني اسناد نه لري، همداشان د روغتیا په برخه کې د نظارت او تصفیوي عملیاتو روان بهیر به ولسوالیو ته هم وغځول شي.