د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني وايي د افغانستان له پرېښودو پرته یې بله لاره نه لرله


د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني یوې غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشیفه
د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني یوې غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشیفه

د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني تر اوږدې چوپتیا وروسته د خپل حکومت د نسکورېدو په اړه څرګندونې کړې دي او وايي، د اګست پر ۱۵مه ورسره د کابل له پرېښودو پرته بله لار نه وه پاتې.

غني له بي‌ بي‌ سي ۴ راډيو سره په تازه مرکه کې د جمهوریت د سقوط د عواملو په اړه خپل لیدلوری بیان کړی او له کابله یې د خپلې ناڅاپي وتلو دفاع وکړه.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه غني له خپلې ښځې او یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره له کابله ولاړ او اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې دی. پر هم هغې ورځ طالبان افغان پلازمېنې ته ننوتل او درې اوونۍ وروسته یې خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ چې لا هم د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د افغانستان ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د بي بي سي ۴ راډیو د خپرونې مېلمه کوربه او د برتانیا د پوځي پخواني مشر جنرال نېک کارټر ته په مرکه کې ویلي، د کابل د سقوط پرمهال خبر نه وو چې چېرې ځي خو د الوتکې تر پورته کېدو وروسته پوه شو چې افغانستان پرېږدي. "د هغې ورځې پر سهار مې دا هېڅ په ذهن کې هم نه‌ راتلل چې ماسپښین به له هېواده ووځم. موږ ته‌ یې خبر راکړی وو چې حقاني ډلې ژمنه کړې چې کابل ته به نه‌ ننوځي، خو دوه ساعته وروسته داسې نه‌ ول. له ما وغوښتل شول چې د ملي امنیت د سلاکار په شمول مې همکارانو ته اجازه ورکړم چې له هېواده ووځي. زه منتظر وم چې د دفاع وزیر بسم‌الله خان راته زنګ وواهه او و یې‌ ویل هر څه ړنګ شوي دي. دا هغه وخت وو چې غوښتل مې دفاع وزارت ته ولاړ شم. ۲۵ دقیقې منتظر وم، خو موټر رانغی."

د غني په وینا د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د ولسمشر د امنیت ځانګړي ځواک (پي‌ پي‌ اېس) قوماندان ورغلل او ورته‌ یې وویل چې پي پي اېس ځواک سقوط کړی او که په کابل کې پر پاتې کېدو ټینګار وکړي نو ټول به ووژل شي. ده وویل، حمدالله محب سخت وارخطا شوی وو او له دوه دقیقو ډېر وخت‌ يې ورنکړ.

غني وايي، وړاندیز یې دا وو چې خوست ته ولاړ شي خو محب ورته وویل چې خوست او جلال اباد دواړه سقوط شوي دي.

د ګوښه شوي ولسمشر په خبره، هر څه ناڅاپي وشول او کله چې الوتکه پورته شوه نو هغه وخت پوه شو چې له افغانستانه ووځي.

د اګست پر ۱۵مه د ګوښه شوي ولسمشر اشرف غني تر وتلو وروسته طالبان ارګ ته ننوتل.
د اګست پر ۱۵مه د ګوښه شوي ولسمشر اشرف غني تر وتلو وروسته طالبان ارګ ته ننوتل.

محمد اشرف غني پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه له بي‌‌ بي‌ سي سره د مرکې بشپړ جزییات خپاره کړي چې پکې راغلي چې هغه له افغانستانه ځکه وتلی چې د کابل د ورانېدو مخه ونیول شي. پر فېسبوک پاڼه راغلي چې د طالبانو د دوو مختلفو ډلو ترمینځ د جګړې احتمال موجود وو چې په پایله کې یې د کابل پینځه مېلیوني ښار د ړنګېدو وېره وه.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه په یوه بیان کې خپلو وسله والو ته امر کړی وو چې کابل ښار ته داخل نه شي. خو طالبان وايي، پخواني ولسمشر حامد کرزي ورڅخه وغوښتل چې د جمهوري حکومت چارواکو پلازمېنه پرېښې ده نو ځکه دې د ګډوډۍ مخنیوي لپاره ښار ته ننوځي. طالبان وايي، په کابل ښار کې د عامه نظم د ګډوډۍ مخنیوي لپاره ورننوتو ته اړ شول. پخواني ولسمشر کرزي تایید کړې چې طالبانو ته یې د افغانستان پلازمېنې ته د داخلېدو بلنه ورکړې وه.

اشرف غني همداراز له بي بي سي سره په مرکه کې یو لړ هغه تورونه رد کړي چې له افغانستان څخه‌یې تر وتلو وروسته پرې پورې شول. ده دا تور رد کړی چې ګواکې له هېواده د وتلو پر وخت یې له ځان سره مېلیونونه ډالر یوړل.

د سقوط لاملونه

غني همداراز ویلي چې پر بهرنیانو یې باور د نظام د سقوط لامل شو. د هغه په خبره، د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې په خبرو کې افغان حکومت په بشپړ ډول له صحنې ایستل شوی وو.

تر دې مخکې د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم مشال راډیو ته ویلي ول چې د طالبانو او امریکا ترمینځ د دوحې په تړون کې د پخواني افغان حکومت نه‌ شاملول د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط لامل شول.

د جمهوریت د سقوط په اړه د محب ناویلې خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:49 0:00

محب په هغه مرکه کې منلې وه چې ولسمشر غني د ده په ټینګار له کابل ووت.

ولسمشر غني له بي‌ بي‌ سي سره په مرکه کې دعوه کړې چې د پخواني حکومت له ځینو جنرالانو او امنیتي چارواکو سره وار له مخه ژمنه شوې وه چې بهر ته به ولېږدول شي او د ملي امنیت ډېری کارکوونکي تر سقوط مخکې له افغانستانه ایستل شوي ول.

هغه زیاتوي، د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط یو لامل د لوژیستیکي امکاناتو نشتوالی وو.

د امریکا دریځ

امریکايي چارواکو د ګوښه شوي ولسمشر د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې د سقوط پړه تر ډېره د نوموړي پر ناسم مدیریت اچولې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن په نومبر کې له سي‌ بي‌ اېس خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي و چې اشرف غني ورته له افغانستان څخه د نه‌ وتلو ډاډ ورکړی وو خو د هېواد پرېښودو یې د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو موقع له منځه یووړه.

ایتني بلېنکن وايي، غني ورته ویلي ول چې تر مرګه هېواد نه پرېږدي - انځور له ارشیفه
ایتني بلېنکن وايي، غني ورته ویلي ول چې تر مرګه هېواد نه پرېږدي - انځور له ارشیفه

د امرالله صالح غبرګون

د اشرف غني پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپل فېسبوک ظاهراً د هغه وروستۍ مرکې ته په غبرګون کې لیکلي "د دښمن لوی ښوول او نوستالژیکې مرکې د هواري لاره نه‌ ده." په خپله لیکنه کې صالح یو ځل بیا پر مقاومت ټینګار کړی.

له کابله تر وتلو وروسته پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني یوازې پر خپل شخصي فېسبوک څو بیانونه خپاره کړي او دا یې لومړی ځل دی چې له یوې نړیوالې رسنۍ سره یې د کابل د سقوط په اړه خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG