کراچۍ کې د ښځو لپاره کور په کور د کورونا واکسین کېمپېن پيل شوی
د سیند صوبایي حکومت په کراچۍ کې د ښځو لپاره کور په کور د کورونا واکسین کېمپېن پیل کړی دی. پر دې مهال د روغتيا ښځینه کارکوونکي کور په کور ګرځي او هغه ښځې واکسينوي چې د څه نا څه وجوهاتو له کبله د کورونا واکسین مرکزونو ته نشي تلای. په دا وروستيو کې په کراچۍ کې د کورونا وایرس د نوې بڼې اوميکرون مثبتې پېښې هم مخې ته راغلي دي. په دې اړه رویټرز خبري اژانس ويډيويي راپور جوړ کړی چې فرخنده اسد پښتو کړی دی. ویډیو: رویټرز