د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د یوې ښځې په سر کې د مېخ ټک وهلو پېښه


پېښور کې د یوې ښځې په سر کې د مېخ ټک وهلو پېښه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:36 0:00

د پېښور پولیس وايي، په هغه ښار کې یې د یوې ښځې په سر کې د مېخ ټک وهلو د پېښې پلټنې کړې دي. پولیسو دا خبره تر هغې پینځه ورځې وروسته وکړه چې د فبرورۍ پر څلورمه هغه ژوبله ښځه لېډي ریډنګ روغتون ته د درملنې لپاره ورغلله. د هغې مېړه احمد صابر وايي، دا خبره ناسمه ده چې ګواکې یوه پیر د بې اولادۍ د مشکل حل لپاره د هغې ښځې په سر کې مېخ ټک وهلی دی. صابر زیاتوي چې ښځه یې بچي لري او پر هغې پېریان ناست دي چې د همدې له وجې یې په سر کې مېخ ټک وهل شوی وو. روغتیاپالان وايي، پېریان پر انسانانو هېڅ اغېز نه لري بلکې په ټولنه کې چې څه ته پېریان ویل کېږي هغه اصلاً نفسیاتي ناروغۍ وي چې طبي درملنې ته اړتیا لري. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG