د طالبانو یو نښه ویشتونکی اوس ښاروال شوی دی
د افغانستان د فاریاب ولایت د میمنې ښاروال داملا محب الله موفق وايي، غوښتل یې چې ډاکتر شي او د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي خو په وینا یې، په ۲۰۱۶ز کال کې حالاتو د جګړې ډګر ته په تګ مجبور کړ. ۲۵ کلن موافق وايي، د عصري ټوپک په کارولو به یې جګړه کوله خو اوس د ده په وینا، د درغلیو ختمولو او د هېواد د پرمختګ هڅې کوي. په ښاروالۍ کې له موافق سره یوشمېر ښځې هم کار کوي. تفصیل د اژانس فرانس پرېس په رپورټ کې.