د لاسرسي ځای

تازه خبر

بايډن: زه قانع يم چې پوتین پر اوکراين د بريد پرېکړه کړې ده


د امریکا ولسمشر دا خبرې له خپلو اروپایي سيالانو سره تر ۴۵ دقیقو ټیلفوني کنفرانس وروسته وکړې: د ارشیف انځور
د امریکا ولسمشر دا خبرې له خپلو اروپایي سيالانو سره تر ۴۵ دقیقو ټیلفوني کنفرانس وروسته وکړې: د ارشیف انځور

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، هغه پر دې قانع دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرېکړه کړې ده چې راتلونکې اوونۍ پر اوکراين بريد وکړي خو وايي، لا هم ډیپلوماتیکي حل لارې ته هیله من دی.


بایډن د فبرورۍ پر ۱۸مه په سپینه ماڼۍ کې خبرې غونډې ته وویل، " له همدې شیبې زه قانع يم چې ولسمشر پوتین پر اوکراين د بريد پرېکړه کړې ده."

د امریکا ولسمشر دا خبرې له خپلو اروپایي سيالانو سره تر ۴۵ دقیقو ټیلفوني کنفرانس وروسته وکړې. نوموړي وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلینکین به د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د فبرورۍ پر ۲۴مه په اروپا کې وګوري او دا د جګړو د مخنیوي د هڅو برخه ده.

بایډن دا هم وویل، که چیرته روس تر دې نیټې مخکې پر اوکراین برید وکړ نو دا به په د ې مانا وي چې ماسکو د ډیپلوماسۍ لار تړي او که چیرته دوی د جګړې لاره خپله کړه، ستر قیمت به یې بیا پرې کړي.

بل پلو، روسیه وایي چې دوی پر اوکراین د بريد پلان نه لري او امریکا هسې احساساتي او بېځایه اوازې خپروي.

د امریکا ولسمشر په داسې وخت کې پر اوکراین د روسیې لخوا برید ته ژوره اندیښنه ښکاره کړې ده چې د اوکراین په ختیځ کې، د کییف پرضد، د روس پلوه بېلتون غوښتونکو فعالیتونه زیات شوي دي.

اوکراین ويلي، د روسیې په ملاتړ د دغه هېواد په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو له لوري له اوربنده ناڅاپي په بېساري ډول سرغړونې زیاتې شوي دي.

د اوکراین پوځ د فبرورۍ پر ۱۸مه، په یوه راپور کې څرګنده کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له اوربنده ۶۰ ځله سرغړونې شوي دي چې دا بېسارې دي. د راپور له مخې پر دې مهال د اوکراین یو سرتیری ټپي شوی هم دی.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د حکومتي ځواکونو او بېلتون غوښتونکو ترمنځ پر لومړۍ کرښه د ناڅاپي ډزو زیاتېدل یوه پارونکې هڅه وبلله چې له امله یې په یوه وړوکتون کې دوه ماشومان ټپیان شول.

اوکراین د خپل هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱۴ز کال له اپریل مياشتې را په دې خوا له بېلتون غوښتونکو سره په جګړه دی.

په دې جګړه کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۳،۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG