امریکايی ځواکونه د شام له جمهوري ځواک سره ګډ پوځي مشقونه کوي
د شام په دیر الزور سیمه کې امریکايی ځواکونه د شام له جمهوري ځواک سره ګډ پوځي مشقونه کوي. دا ځواک چې زیاتره یې کردان دي، د شام د ولسمشر بشارالاسد پر ضد جګړه کوي خو دا مهال یې تر ټولو لوی هدف له سیمې د داعش وسله والو ختمول دي. امریکا او اتحاديان د دغه ځواک ملاتړ کوي او هغوی ته د وسلو تر څنګ روزنه هم ورکوي. په شام کې د ۲۰۱۱ز کال راهیسې کورنۍ جګړه پیل شوې چې پکې په زرګونو کسان وژل شوي او په لکونو بېکوره شوي دي. په دې اړه د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو څخه منور شاه راپور جوړ کړی دی.