د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیپلز ګوند لاریون: وزیراعظم عمران خان دې استعفا ورکړي


پیپلز ګوند لاریون: وزیراعظم عمران خان دې استعفا ورکړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، که وزیراعظم عمران خان استعفا ور نه کړه نو بیا به د هغه د ګوښه کولو لپاره د پارلېمان دننه او بهر پر هرې جمهوري لارې عمل کولو ته اړ شي. دا خبره نوموړي د فبرورۍ پر ۲۷مه په کراچۍ کې د حکومت ضد لاریون پیلولو پرمهال خپلو پلویانو ته په وینا کې وکړه. پیپلز ګوند وايي، لاریون به یې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو تېرېږي او ټاکل شوې چې د مارچ پر اتمه اسلام اباد ته ورسېږي. په عین وخت کې واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند په سیند صوبه کې د پیپلز ګوند حکومت ضد لاریون پیل کړی او پلویان یې د کراچۍ پر لوري روان دي. د پیپلز ګوند په ګډون د پاکستان یوشمېر اپوزیشن ګوندونه وايي، د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند په ۲۰۱۸ز کال کې د درغلیو له لارې واک ته ورسېد او د اېتلافي حکومت اقتصادي تګلارې ناکامه دي. وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي دي چې د خپلې واکمنۍ پینځه کاله پوره کوي او انتخابات به پر ټاکلي وخت په ۲۰۲۳ز کال کې کېږي. د پاکستان حکومت او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي دي چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات پاک او منصفانه ول. حکومت همداراز زیاتوي چې خراب اقتصاد ورته له تېرو واکمنانو په میراث کې پاتې وو چې د سمولو هڅې یې کوي. د پیپلز ګوند د احتجاجي لاریون په اړه ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG