د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ويلي چې حکومت يې له افغانستان سره د ۳،۶۰۰ ټنه غنمو مرسته کړې چې پرون (فبرورۍ ۲۸مه) په ۲۸ لاریو کې افغانستان ته ورسول شول.
نوموړي پر خپلې پاڼې د مرستو د لېږد ويډيو خپره کړې او ليکلي يې دي چې دا مرستې په افغانستان کې طالب چارواکو ته وسپارل شوې.
بلخوا د خیبر انتظامي چارواکي وايي چې د پاکستان له اړخه د تورخم له لارې له افغان وګړو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ له شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې روانه ده.
د لنډي کوتل اېډیشنل اسسټنټ کمېشنر اشراف الدین د فبرورۍ پر ۲۸مه په تورخم کې مشال راډیو ته وویل چې له افغان وګړو سره دا مرستې د "پاک افغان همکارۍ فورم" تر انتظام لاندې دوام لري. نوموړي زياته کړه:
"د ۲۰۲۱ز کال له اکتوبر مياشتې راهیسې افغانستان ته مرستې لېږو چې تر اوسه مو څه باندې ۱۰ زره ټنه مرستندويه سامانونه ورلېږلي دي. نن د پاکستان حکومت یو ځل بیا ۳۰ زره ټنه غنم لېږي چې په نويو ګاډو کې بار شوي دي."
په افغانستان کې د بشري ناورین تر رامنځ ته کېدو وروسته پر پاکستان سربېره هند او یو شمېر نورو هېوادونو له افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې پيل کړې دي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په دا وروستيو کې ویلي چې هند به د پاکستان له لارې شاوخوا ۵۰ زره مېټرک ټنه غنم افغانستان ته لېږي چې لومړۍ جوپه يې د فبرورۍ پر ۲۶مه ننګرهار ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ډېره موده وروسته د واهګه بندر له لارې له هند څخه پاکستان ته د مالونو ډک ګاډي را واوښتل. د پاکستان او هند ترمنځ شاوخوا درې کاله وړاندې تر سختې ترينګلتيا وروسته پر دې لاره ټرانزيټ تجارت ځنډول شوی وو.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال له اګست مياشتې راهيسې چې طالبان په واک کې راغلي نو هلته بېکاري زياته شوې او ځايي وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شوي دي.
د افغانستان د ننګرهار ولايت یو اوسېدونکی محمد اشرف وايي چې په روانو حالاتو کې د پاکستان او هند د مرستو ستاينه کوي.
"خلک له لوږې سره مخامخ دي، ژوند ډېر سخت دی، کار و روزګا نشته، هر تن غواړي چې بهر هېواد ته ولاړ شي."
د پاک افغان همکارۍ فورم چارواکي وایي چې افغانستان ته د مرستو په لړ کې غنم، درمل، کمبلې، خېمې او د ورځني ضرورت شیان ورلېږي.