عراق کې د داعش لخوا ويجاړ شوی ښار رغول کېږي
په عراق کې لرغونپوهانو په هغه ښار کې د مجسمو د بیارغونې د کار لومړی پړاو سر ته رسولی چې اسلامي دولت يا داعش وسله والې ډلې ویجاړ کړی وو. الحضر ښار یو وخت په عربو کې د کوچني سلطنت پلازمېنه ګڼل کېده. دا د روم او فارس سلطنتونو ترمینځ لويه سوداګریزه لاره هم وه. د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ويډيويي راپور ګل اياز پښتو کړی دی.