په غار کې دننه د کشتۍ چلولو سیالي
د اروپا تر ټولو لوی غار په سویټزرلېنډ کې دی چې سېنټ لیونارډ نومېږي. په دې غار کې دننه ۳۰۰ میټره اوږد تالاب جوړ دی چې پکې د کشتيانو چلولو سیالۍ کېږي. په سیالیو کې برخه اخیستونکي وايي چې دغسې مقابلېيو عجبه او خوندور احساس او جادویايي اثر لري. په سېنټ لیونارډ کې د کشتۍ چلولو دې سیالۍ ته د ښاپېرک د ځغل نوم ورکړل شوی دی.