د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ کې به د مارچ پر ۳۱مه د وزیراعظم عمران خان پرضد پر عدم اعتماد تحریک بحث کېږي


د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو د مارچ پر ۲۸مه د وزيراعظم عمران خان پر ضد د بې باورۍ تحريک قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړ. انځور له ارشېفه
د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو د مارچ پر ۲۸مه د وزيراعظم عمران خان پر ضد د بې باورۍ تحريک قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړ. انځور له ارشېفه

د پاکستان د قامي اسمبلۍ مرستيال سپيکر د دې هېواد د وزيراعظم عمران خان پرضد د حکومت مخالفه ګوندونو لخوا وړاندې کړل شوی عدم اعتماد تحريک د بحث لپاره منظور کړی دی.

د مارچ پر ۲۸مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر ميا شهباز شريف د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک په رسمي توګه وړاندې کړ.

د مارچ پر ۲۸مه چې کله د اسمبلۍ غونډه د مرستيال سپیکر قاسم سوري په مشرۍ کې پیل شوه نو هغه د مسلم ليګ نواز ګوند مشر شهباز شريف ته د بې باورۍ تحريک وړاندې کولو وويل، چې وروسته د تحریک د منلو لپاره ناست غړي وشمېرل شول.

د تحریک د منلو لپاره د ۶۸ غړيو حمایت ته اړتيا وي خو د اسمبلۍ په غونډه کې د مخالفه ګوندونو ۱۶۱ غړو د تحریک په حق کې رایې ورکړې. تر دې وروسته ډپټي سپيکر تحريک د بحث لپاره ومانه او د قامي اسمبلۍ غونډه يې د مارچ تر ۳۱مې نيټې پورې وځنډوله.

د ايين له مخې، اسمبلۍ ته د عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو وروسته بايد له دريو څخه نيولې بيا تر اوو ورځو پورې په يوه ځانګړې ورځ پر هغه قرارداد د اسمبلۍ له غړيو رايه واخيستل شي.

شهباز شريف د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو پر وخت وويل چې هغه ځکه دا قرادار وړاندې کوي چې پر وزیراعظم عمران خان د ولس باور ختم شوی دی.

د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ او پيپلز پارټۍ د مارچ پر اتمه نېټه د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک جمع کړی وو.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د غړيو شمېر ۳۴۲ دی. د عدم اعتماد تحريک د بريا لپاره حکومت مخالفه ګوندونو ته د ۱۷۲ رايو اړتيا ده، خو دوی ادعا کوي چې د اسمبلۍ شاوخوا ۲۰۰ غړي ورسره همفکره دي او د وزيراعظم عمران خان پرضد به د تحريک عدم اعتماد په ملاتړ کې رايه وکاروي.

بلخوا د قامي اسمبلۍ د وېبپاڼې له مخې، د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ واکمن ګوند او د دوی اتحادي ګوندونه دا وخت په اسمبلۍ کې ۱۷۸ غړي لري او د حکومت مخالفه غړيو شمېر بيا ۱۶۲ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د واکمن ګوند د اسمبلۍ يوشمېر غړي له حکومت څخه "منحرف" شوي چې د راپورونو تر مخې شمېر شاوخوا ۲۰ دی. بلخوا حکومتي ګوند هم ادعا کوي چې د اسمبلۍ د غړيو اکثريت له دوی سره دی.

د عدم اعتماد تحریک تر وړاندې کېدو یوه ورځ وړاندې، د مارچ پر ۲۷مه نېټه پاکستان تحریک انصاف ګوند په اسلام اباد کې جلسه وکړه چې پکې وزیراعظم عمران خان د وينا پر مهال تورې پورې کړ چې د ده خلاف د عدم اعتماد تحریک راوړلو شاته بهرنی "سازش" دی.

نوموړي ادعا وکړه چې د ده پرضد حزب اختلاف د "بهرنيو طاقتونو" په اشاره د عدم اعتماد تحریک ځکه وړاندې کړی چې په ادعا يې چې ده د پاکستان "بهرنۍ تګلاره د بهرنيانو د خوښې مطابق له جوړولو" څخه انکار کړی دی.

هغه زیاته کړه: "له بهره څخه زموږ بهرنۍ تګلاره تر نفوذ لاندې د راوستو هڅې روانې دي. زموږ سره له تېرو څو مياشتو راهيسې د دې سازش په اړه معلومات ول. موږ هغه هم پېژنو چې دغه خلک (حزب اختلاف) يې سره يو ځای کړي دي خو وخت اوس بدل شوی دی."

خو عمران خان د بهرني سازش يا د حکومت مخالفه ګوندونو د را يو ځای کولو د تور په ملاتړ کې کوم ثبوت وړاندې نه کړ او نه يې هم د کوم هېواد، کس يا کړۍ نوم واخیست البته په لاس کې يې يو کاغذ وو چې د ده په ادعا، دا يو ليک دی چې پکې ورته "دړکې" ورکړل شوې دي.

هغه وويل: "زما سره د ثبوت په توګه خط دی او که څوک ورباندې شک لري نو زه يې پټ (اف دي ريکارډ) ورښکاره کولای شم. موږ دړکو ترلاسه کولو او د بهرني سازش په اړه نور مواد هم لرو چې ډېر ژر به يې په ډاګه کړو."

بلخوا د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد "پاکستان جمهوري تحريک" مشر مولانا فضل الرحمان د وزیراعظم عمران خان دا تور رد کړی دی او ادعا کوي چې "دا ليک جعلي" دی.

نوموړي دا څرګندونې د اسلام اباد په اېچ-۹ سيمه کې د اپوزيشن ګوندونو ولسي غونډې ته وکړې. د حکومت مخالفه ګوندونو کارکوونکو له ۲۵مې هلته پرلت وهلی وو او د مارچ پر ۲۸مه يې يو ولسي غونډه وکړه چې د حکومت مخالفه ګوندونو مشرانو ورته ويناوې وکړې.

مولانا فضل الرحمان د عمران خان د څرګندونو په ځواب کې وويل: "هغه (عمران خان) د دړکو په اړه "جعلي خط" ښکاره کړی دی. تاسو (عمران خانه) د دروغو د پرچۍ پر ښکاره کولو سره خلک بېوقوفه کوئ خو تاسو به اوس هيڅ يو خط بچ نکړای شي."

د حکومت مخالفه ګوندونو کارکوونکو د مارچ له ۲۵مې د اسلام اباد په اېچ-۹ سيمه کې پرلت وهلی وو او د مارچ پر ۲۸مه يې يو ولسي غونډه وکړه چې د حکومت مخالفه ګوندونو مشرانو ورته ويناوې وکړې. تر دې ولسي غونډې وروسته د مارچ پر ۲۹مه د پاکستان جمهوري تحريک مشر مولانا فضل الرحمان د جلسې او پرلت ختمولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG