په اوکراین کې د "ټینکونو هدیره"
اوکرایني چارواکي د بوچا ښار په یوه څنډه کې هغه ټینکونه او پوځي ګاډي غونډوي چې د روسیې یرغل پر مهال تباه شوي دي. په هغو کې زیاتره روسي ټینکونه دي. پر بوچا ښار د روسیو ځواکونو په بریدونو کې ودانۍ ړنګې شوي، خلک وژل او ژوبل شوي دي. د بوچا ښار د محاصرې پر مهال پر روسیو ځواکونو د نسل وژنې او جنګي جرمونو تورونه لګېدلي چې مسکو یې ردوي. تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیويي راپور کې.