د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو: د قامي اسمبلۍ تر ضمني انتخاب وروسته د ووټونو شمېر روان دی


یو ووټر تر رایې اچولو مخکې په رجسټر کې د حاضرۍ ګوته لګوي - انځور له ارشيفه
یو ووټر تر رایې اچولو مخکې په رجسټر کې د حاضرۍ ګوته لګوي - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلع کې د قامي اسمبلۍ پر څوکۍ په ضمني انتخاباتو کې تر رایې اچونې وروسته د ووټونو شمېر بهیر روان دی.

د ووټ اچونې عمل د اپرېل پر ۱۷مه سهار اته بجې پیل شو او تر مازیګر پینځو بې له ځنډه روان وو.

البته د هنګو د نریابو په څپریو سیمه کې ځايي خلکو ښځې له ووټ اچولو منع کړې. د سیمې خلکو او انتخاباتي چارواکو مشال راډیو ته وویل، حال دا چې په سیمه کې د رایې اچونې یو مرکز ښځو ته ځانګړی دی خو اوسېدونکو یې ښځې له ووټ اچولو ګرځولې دي.

همداراز، د هنګو په نورو سیمو کې هم د ووټ اچولو عمل سر ته ورسېد خو کم خلک د رایې ورکونې مرکزونو ته ځي. انتخاباتي چارواکي وايي، په ځینو ځایونو کې د سهار له اتو څخه د ماسپښین تر یوې بجې پورې یوازې لسګونه رایې کارول شوې وې.

د قامي اسمبلۍ د هغې څوکۍ لپاره د پاکستان تحریک انصاف ډاکتر ندیم خیال، د عوامي نیشنل ګوند سعید عمر، او د جمعیت علمای اسلام (ف) مفتي عبدالله ترڅنګ عتیق احمد او محمد سعید هم په خپلواک حیثیت کې نوماندان دي.

د قامي اسمبلۍ د ۳۳مې حلقې څوکۍ د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې د پاکستان تحریک انصاف د حاجي خیال زمان اورکزي تر مړینې وروسته خالي شوې وه.

انتخاباتي کمېشن په یوه بیان کې ویلي چې د ټاکنو ټول انتظامات يې کړي دي.

د قامي اسمبلۍ په هغه حلقه کې ټول څه د پاسه ۳۱۸،۰۰۰ رجسټر ووټران دي او په هنګو کې د رایې ورکونې ۲۱۰ مرکزونه جوړ شوي چې پکې ۱۱۰ له امنیتي پلوه حساس او ۷۷ خورا زیات حساس بلل شوي دي.

ضلعي انتظامیه او پولیس وايي، د امنیت ټینګښت لپاره یې سخت اقدامات کړي دي.

دا انتخابات په داسې حال کې کېږي چې د اپرېل پر ۱‍۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک بریالی شو او پر سبا یې شهباز شریف له قامي اسمبلۍ څخه د وزیراعظم په توګه منتخب شو.

د واکمن تحریک انصاف سیاستوالان وايي، له قامي اسمبلۍ څخه یې استعفاګانې ورکړې دي او د هغه ګوند مشر عمران خان تر پېښور وروسته د اپرېل پر ۱۶مه په کراچۍ کې هم احتجاجي جلسه کړې ده. عمران خان وايي، د نویو انتخاباتو تر اعلان پورې جلسو او احتجاجونو ته دوام ورکوي.

  • انځور سایز

    ممتاز بنګښ

    ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي. 

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG