اوس به روغتیايي کارکوونکي په هوا کې الوځي
بريتانوي کمپنۍ ګرېټ نارت اېر اېمبولنس د پېرامېډیک هېليکاپټر په نوم د یو داسې مشین بريالۍ ازموینه کړې چې روغتیايي کارکوونکي به یې د جامو په څېر اغوندي او په هوا کې به الوځي. د دې مشین په وسیله انسان په یوه ساعت (ګنټه) کې په ۱۲۸ کلومیټره رفتار سره تر ۱۲۰۰۰ فوټه اوچت پرواز کولا شي. یاده کمپني وايي چې اوس به د پېرامېډیک هیليکاپټر کارولو لپاره د روغتیا کارکوونکي روزل کېږي چې له سختو حالاتو سره مخامخ متاثرینو ته ژر تر ژره مرستې رسول ممکن شي. منورشاه په دې اړه د رویټرز اژانس له له ویډیو څخه دا رپورټ جوړ کړی دی.