د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب لپاره نوی ګورنر ټاکل شوی خو سیاسي بحران لا هم پر ځای دی


د انتخاباتي کمېشن له خوا د تحریک انصاف د ۲۵ غړيو غړيتوب ختمولو وروسته د پنجاب وزیراعلی حمزه شريف برخليک ناڅرګند دی. انځور له ارشيفه
د انتخاباتي کمېشن له خوا د تحریک انصاف د ۲۵ غړيو غړيتوب ختمولو وروسته د پنجاب وزیراعلی حمزه شريف برخليک ناڅرګند دی. انځور له ارشيفه

د پاکستان کابینې ډويژن چې د حکومت اداري کارونه پر مخ وړي، د پنجاب لپاره د نوي ګورنر د ټاکلو منظوري ورکړې ده.

د کابینې ډويژن د مې پر ۲۳مه په يو سرکاري اعلاميه(نوټيفيکېشن) کې ويلي چې د دې څوکۍ لپاره د مسلم ليګ (نواز) حکومت له خوا وړاندې شوی کس بليغ الرحمن نوم تايدوي. بليغ الرحمن د پنجاب صوبې سره تعلق لري او په تېرو وختونو کې د مسلم ليګ په حکومت کې وزير هم پاته شوی دی.

په پنجاب صوبه کې سیاسي بحران او د ګورنرۍ د عهدې تشه هغه وخت رامنځته شوه چې کله تېره مياشت د پاکستان ولسمشر او تحريک انصاف يو مشر سیاستوال عارف علوي د خپل ګوند لخوا مقرر شوی د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه له څوکۍ څخه له ليرې کولو انکار کړی وو. خو وزیراعظم شهباز شريف خپل اجرايوي واک په عملي کولو سره چېمه له دندې ليرې او پر ځای یې د بليغ الرحمان نوم وړاندې کړ. د پاکستان د ايين ترمخه د ګورنر د ليرې کولو لپاره د ولسمشر تاييد ضروري وي.

په همدې حال کې د پاکستان انتخاباتي کمېشن په پنجاب اسمبلۍ کې د تحريک انصاف ۲۵ هغو غړيو غړيتوب ختم کړی چې د ګوند د دريځ په خلاف یې د وزيراعلی لپاره د مسلم ليګ (نواز) اميدوار حمزه شهباز شريف ته رایه ورکړې وه.

د ټاکنو خپلواک کميشن د مې پر ۲۳مه په رسمي توګه اعلاميه خپره کړه چې پکې راغلي چې د قانون له مخې کوم سیاستوال چې د خپل ګوند په خلاف ودريږي د هغه رایې نه شمېرل کيږي او د سرغړونې په صورت کې د اسمبلۍ غړی نه پاتيږي.

د اپريل پر ۱۶مه په پنجاب اسمبلۍ کې د مستعفي شوي وزيراعلی د ځايناستي د ټاکلو لپاره رایې اچول شوې وي. د تحريک انصاف له خوا د دوی اتحادي مسلم ليګ (ق) يو مشر چوهدري پرویز الهي او د مسلم ليګ (ن) لخوا حمز شهباز د دې څوکۍ لپاره اميدواران ول. په اسمبلۍ کې د تحريک انصاف اکثريت وو خو د ۲۵ غړيو د انحراف او حمزه شهباز ته د رايو ورکولو له وجې نوموړی وزیراعلی وټاکل شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې د وزيراعلی برخليک به وي او ایا د ليرې شويو اسمبلۍ غړيو پر ځای د نورو کسانو د ټاکلو لپاره ضمني انتخابات وشي او که څنګه؟

د تحريک انصاف د دغو غړيو پر ضد د وفادارۍ بدلولو پرضد ریفرنس د پنجاب اسمبلۍ سپیکر چوهدري پرویز الهي کمېشن ته لیږلی وو. د دې سیاسي بحران په اړه د پاکستان د انتخاباتو کمیشن خپله پرېکړه سمدستي ونه کړه. دوی د مې پر ۱۷ په ریفرنس خپله فیصله محفوظ کړه او وې ويل چې د قانوني مراحلو تر څيړنې وروسته به په دې اړه پرېکړه کيږي.

د انتخاباتو کمیشن له خوا د ۲۵ غړیو د رکنیت ختمیدو سره د پنجاب وزیراعلی حمزه شهباز شريف په اسمبلۍ اکثریت بایللی دی او په صوبه کې یو نوی سیاسي بحران رامنځ ته شوی دی چې ايا هغه به پر خپله چوکۍ پاتې شي او کنه؟

بل خوا تحريک انصاف د انتخاباتو شکايتونو کمیشن او لاهور های کورټ کې درخواست ورکړی چې پکې غوښتنه شوې ده چې د وزيراعلی په توګه بايد د حمزه شهباز د دندې پر مخ بيولو مخه ونیول شي. دا درخواستونو د اورېدو لپاره منظور شوي خو فیصله پرې لا نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG