د پاکستان پوځ شاوخوا ۱۵ کاله وروسته د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ ډېوېژن د امنيتي چارو ذمه واري د پولیسو تر واک لاندې فرنټییر کانسټیبلري ځواک ته سپارلې ده.
په دې اړه د جون پر لومړۍ نېټه د سوات په کانجو کې د فرنټيير کانسټیبلرۍ په مرکزي دفتر کې يوه غونډه وشوه چې پکې د صوبې وزیراعلا محمود خان، د پېښور کور کمانډر جنرال فیض حميد، د ملاکنډ ډېوېژن کمېشنر او نورو لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ګډون وکړ.
پر دې مهال، پوځ په سېمبوليکه توګه د بیرغ په کوزولو او د فرنټيير کانسټېبلرۍ هغه له پورته کولو سره د ملاکنډ ډېوېژن د امنيتي چارو ذمه واري فرنټيير کانسټیبلري ته وسپارله.
دا اقدام پر داسې وخت شوی دی چې یوه ۵۰ کسیزه جرګه کابل ته تللې چې هلته د تحریک طالبان پاکستان له مشرتابه سره د سولې خبرې وکړي.
جنرال فېض حميد غونډې ته په وينا کې وويل چې پوځ په ملاکنډ ډېوېژن کې خپل فعاليت محدودوي او د سیمې امنیتي چارې به اوس د پولیسو تر واک لاندې فرنټییر کنسټیبلري ځواک سمبالوي.
هغه زیاته کړه چې تر هغو چې ملکي حکومت ورڅخه لیکلې غوښتنه و نه کړي، پوځ به په سیمه کې هېڅ عملیات نه کوي.
د پاکستان پوځ ته په ۲۰۰۷ز کال کې هغه مهال د سوات د امنيتي چارو سمبالولو ذمه واري سپارل شوې وه چې د تحريک طالبان پاکستان د پخواني مشر مولانا فضل الله په مشرۍ په سيمه کې چاودنې، هدفي وژنې او نور وسله وال فعاليتونه پیل شوي ول.
هغه مهال په صوبه کې د وزیراعلا اکرم خان دراني په مشرۍ د مذهبي ګوندونو اتحاد متحده مجلس عمل حکومت وو. پوځ د مولانا فضل الله د ډلې پرضد یوشمېر عمليات وکړل خو پرېکنده کارروايي يې په ۲۰۰۹ز کال کې وکړه او سوات يې له وسله والو پاک کړ.
د دې عملياتو په نتيجه کې مولانا فضل الله افغانستان ته وتښتېده چې د ۲۰۱۸ز کال د جون پر ۱۳مه په کونړ کې د امريکا ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو.
د ۲۰۰۹ز کال په عملياتو کې له سواته نېږدې دوه مېليونه کسان بې کوره شول خو د کارروايۍ تر بشپړېدو وروسته خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول.
د دې ترڅنګ د ملاکنډ په نورو ضلعو کې هم پوځ د وسله والو پرضد کارروایانې کړې وې.
فرنټيير کانسټېبلري ته د ملاکنډ ډېوېژن د امنيت چارو تر سپارلو وروسته به پوځ د سیمې په چاوڼيو کې ځای پر ځای کېږي. همداراز، پخوا به په ډېوېژن کې د پوځ مشري یوه جنرال سره وه خو اوس به هلته يوازې ۱۲،۰۰۰ سرتېري پراته وي چې مشري به يې د برېګېډيير د کچې پوځي افسر کوي.
د سوات قامي جرګې د دې ګام هرکلی کړی او ويلي دي چې بايد پوځ له هغو ټولو ولسي ځایونو ووځي چې پکې اوسمهال پروت دی.
د جرګې مشر خورشيد کاکاجي د جون پر دويمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې دا ښه اقدام دی خو بايد د جرګې دا غوښتنې هم ومنل شي چې پوځي سرتېري دې د مټې له کالج، د خوازه خېلې له ښوونځي، د څارویو له روغتون او د نجونو له هاسټل (لیلیې) وځي. "پوځ دې هغه ځایونه په سمدستي توګه خالي کړي او هغه دې هغو مقاصدو لپاره استعمال شي د کومو لپاره چې جوړ شوي دي."
سوات د سېلګرۍ له پلوه د پاکستان له مشهورو سيمو څخه دی خو د وسله والو د فعاليتونو او د پوځي عملياتو له کبله د پخوانيو کلونو پرتله هلته د سیلګرو ورتګ کم شوی دی.
په سوات کې د 'هم' په نوم د ټېلېوېژن خبریال شيرین زاده د امنیتي چارو د انتقال غونډې ته ورغلی وو. نوموړي مشال راډیو ته وویل، له دې اقدام سره به د سوات سیلګرۍ هم وده وکړي.
شیرین زاده زیاته کړه چې دا به د پاکستان د نورو سيمو خلکو ته "مثبت پیغام" ورکړي او ورسره به په لارو کې پوځي پوستې او تالاشۍ هم ختمې شي.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۸ز کال کې د سوات ولسي چارې ځايي انتظامیې ته سپارلې وې خو اوس يې امنيتي چارې هم د ملکي حکومت په واک کې ورکړې.