سوات قامي جرګه: موټر وې دې د سيند پر غاړه جوړه شي ګنې پراخ احتجاجونه کوو
د سوات قامي جرګه وايي، حکومت ته هيڅکله اجازه نه ورکوي چې له چکدرې تر فتح پوره دې د "سوات اېکسپرېس وې" په نوم لوی سړک د هغوی د زرعي ځمکو په مينځ کې تېر شي. د جون پر شپږمه د يادې جرګې ګډونوالو وويل، که حکومت پر ۱۰ ورځو کې دننه د سيند پر غاړه د سړک جوړولو امر ور نکړ نو پراخ احتجاجونه به پيل کړي. نور حال د نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.