اووه کلنه ايرانۍ غواړي د موټرو د ځغاستې اتله شي
په ايران کې يوه اووه کلنه نجلۍ د ګاډي ځغاسته زده کوي. رها قرباني له اوسه په تېزۍ د ګاډي ځغلولو لپاره نوم ګټلی دی. هغه وايي پلار یې ورسره مرسته کوي او غواړي چې په راتلونکې کې د موټرو د ځغاستې اتله شي. د هغې موټر زوړ دی خو وايي خپل هدف ته رسېدو پر لاره همت نه بايلي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.