په ماشومانو د مزدورۍ کولو ضد ورځ ولې لمانځل کېږي؟
ملګري ملتونه وايي، که پر وخت له ماشومانو څخه د مشقت اخیستو پرضد اقدامات و نه شول نو د مزدورو ماشومانو شمېر لا لوړېدای شي. هغې ادارې دا خبره پر داسې مهال کړې چې د جون پر ۱۲مه پر ماشومانو د مزدورۍ ضد له نړیوالې ورځې سره سمون خوري. ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۰ز کال کې د نړۍ له هرو ۱۰ څخه یو ماشوم مزدوري کوله. په پاکستان کې هم ګڼ ماشومان د بې وزلۍ او ګرانۍ له وجې خوارۍ او مزدورۍ ته اړ دي. چارواکي وايي، د خواریکښو ماشومانو کره شمېر معلوموي او د هغوی د خیرښېګړې لپاره اقدامات کوي. تفصیل په دې رپورټ کې.