د واخان اوسېدونکي وايي د افغانستان جګړو نه دي زیانمن کړي
د پاکستان، چین او تاجکستان له پولو سره په پرته واخان (وخان) دهلېز اوسېدونکي وايي، د تېرو څه پاسه څلورو لسیزو ناامنیو او جګړو یې پر ژوند هېڅ اغېز نه دی کړی. دوی خپله سیمه د نړۍ بام بولي. د واخان اوسېدونکي ساده خواړه خوري او سوله ییز ژوند تېروي. سوداګر په پسرلي کې هغې غرییزې سیمې ته سامانونونه لېږدوي او په بدل کې له ځايي اوسېدونکو څخه څاروي یا اصیل غوړي اخلي. په هغه سیمه کې برېښنا، ټېلېفون او انټرنېټ هم نه شته. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.