د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو ضد پرلت روان دی


د شمالي وزيرستان په ميرلي کې ځايي ولس د ۲۰۲۲ز کال د جولای له ۱۷مې راهيسې د هدفي وژنو ضد احتجاجي پرلت پيل کړی دی.
د شمالي وزيرستان په ميرلي کې ځايي ولس د ۲۰۲۲ز کال د جولای له ۱۷مې راهيسې د هدفي وژنو ضد احتجاجي پرلت پيل کړی دی.

د شمالي وزيرستان په ميرلي کې ځايي ولس د جولای له ۱۷مې د هدفي بریدونو ضد احتجاجي ناسته پيل کړې او له حکومته غوښتنه کوي چې په سيمه کې دې امن باوري کړي او د هدفي بريدونو مخه دې ونيسي.

په میرلي کې په شويو وروستيو بلدیاتي انتخاباتو کې د جمعیت علما اسلام ف ډلې منتخب چېرمېن احمد سعید مشال راډیو ته وویل چې دوی د جولای پر ۱۴مه په هدفي برید کې د جمعیت علما اسلام ځايي مشر قاري سمیع الدین او منتخب کونسلر قاري نعمان په شمول د ټولو وژل شويو حساب غواړي او په دې عمل کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غوښتنه کوي.

د احتجاجي ناستې یو بل ګډونوال خالد جان داوړ وايي چی په پرلتونو ستړي شوي، په وار وار يې د هدفي وژنو ضد لاریونونه کړي خو د نوموړي په وينا حکومت يې پر غوښتنو غور نه کوي.

نوموړي زياته کړه چې په سيمه کې امن باوري کړل شي او پر امنيتي پوستو دې د پوځ پر ځای پوليس وګومارل شي. د هغه په وينا دمګړی هلته هر سړی په وېره کې دی او هېڅوک ځان خوندي نه احساسوي.

بلخوا د شمالي وزيرستان ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان ويلي چې له احتجاج کوونکو سره يې مذاکرات پيل کړي دي. نوموړی زياتوي چې پولیس او امنیتي ادارې په شریکه لګیا دي چې د ناامنۍ مخه ونیسي.

دا پرلت په داسې حال کې روان دی چې په ميرلي کې تېره شپه (د جولای پر ۱۸مه) په يو بل هدفي بريد کې يو ځايي ځوان وژل شوی دی. پوليسو او ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې نامعلومه مخپټو وسله والو، چې پر موټر سايکل سپاره ول، د ميرلي په هرمز سيمه کې پر محمد عمر ډزې وکړې او وتښتېدل.

دا په روان ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۳۲م هدفي بريد دی. د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر وايي چې د نامعلومه وسله والو پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې يې پيل کړې دي.

په شمالي وزيرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري.

ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. د دوی په وينا په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې.

بلخوا پولیسو په بيا بيا ويلي چې دوی د هدفي وژنو پلټنې کوي خو تر اوسه یې څوک نه دي نيولي، البته پوليسو او امنيتي ځواکونو په وار وار ويلي چې دوی د وسله والو پرضد ځانګړو عملياتو ته دوام ورکړی او په عين حال کې يې د يوشمېر وسله والو د وژلو ادعاوې کړې دي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو له تيرو څلورو کلونو راهيسې هلته هدفي وژنې پیل شوې چې تر ننه دوام لري.

ځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي.

بلخوا د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات هم کړې دي. د دې مذاکراتو په نتيجه کې د دواړو خواوو ترمنځ شوی اوربند تر نامعلومې مودې غځول شوی دی خو بریدونه لا هم نه دې درېدلي.

په خيبر پښتونخوا کې وسله وال بريدونه نه دې درېدلي. په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان پرته نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

XS
SM
MD
LG