په داسې حال کې چې د شمالي وزیرستان په ګډون د پخوانیو قبایلو سیمو په ځنو برخو کې خلک وخت په وخت د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاجي پرلتونه او لاریونونه کوي، د پاکستان په قامي میډیا ورته پوره ځاي نه ورکول کیږي. حکومت وايي د میډیا د ازادۍ لپاره کار کوي خو بیا خبریالان دریځ لري چې د یو شمیر بندیزونو او دړکو سره مخ دي. د پښتونخوا او بلوچستان ولسونو ستونځو او غوښتنو ته په میډیا ولې مناسب ځاي نه ورکول کیږي؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو.
د قبایلي ضلعو ستونزو ته د پاکستان په ملي رسنيو کې ولې ځای نه ورکول کیږي؟
د شمالي وزیرستان په ګډون د پخوانیو قبایلو سیمو په ځينو برخو کې خلک وخت په وخت د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجي لاریونونه کوي، خو هغوی شکايت کوي چې د پاکستان په قامي میډیا ورته پوره ځای نه ورکول کیږي. حکومت وايي د میډیا د ازادۍ لپاره کار کوي خو خبریالان بيا دریځ لري چې له یو شمېر بندیزونو سره مخامخ دي.
اړوند
برخې
-
سپټمبر ۱۰, ۲۰۲۴
د لکي مروت پولیس ولې په احتجاج دي؟
-
جولای ۲۴, ۲۰۲۴
د بنو پرلتوال وايي د امنیت تر ټینګښته احتجاج ته دوام ورکوي