د خیبر پښتونخوا په بونېر کې سيکانو پر دې احتجاج کړی چې ګواکې پولیس د دوی د مذهب یوې نجلۍ د تښتول کېدو او په زور ودولو رپورټ نه درجوي.
د بونېر ضلعې په پير بابا او ډګر سیمه کې د اګست پر ۲۱مه نېټه سيکانو په مبینه توګه د دوی د مذهب د یوې نجلۍ د تښتول کېدو او د پوليس د چلند پرضد احتجاجي مظاهره کړې ده.
په احتجاج مظاهره کې شريک د بونېر هريندر کمار مشال راډیو ته وویل چې د ده د تره لور مینا کماري، چې په سرکاري سکول کې استاده ده، د اګست پر ۲۱مه لادرکه شوې وه.
ده وویل، پولیسو له د رپورټ له درجولو انکاري وو نو دوی ځکه پر احتجاج کولو مجبور شوي وو.
ده وویل، "زموږ یوازې دا ګيله وه چې زموږ مقدمه درج شوې وای، څه قانوني کارروايي شوې وای، موږ ته قبوله وه، زموږ د قانون خلاف نه یو."
مینا کماري وروسته له خپل مبينه مسلمان خاوند سره یو ځای له خبريالانو سره خبرې وکړې او ویډیو یې خپره چې د دې په وینا، "مسلمانه شوې ده او د خوښې واده یې کړی دی."
نوموړې ویلي، "زما نوم مینا کماري دی، ما په خپله رضا واده کړی، له مسلمان هلک سره. وجه يې دا ده چې ما اسلاميات لوستی. زه له اسلامه متاثره شوم او مسلمانه شوم، اوس زما خاندان والا غواړي چې دارالمان ته لاړه شم خو زه هلته تلل نه غواړم. چېرته چې زما دا خاوند ځي هلته ځم."
د اقليتونو د حقونو مبارز او د ملاکنډ د بشري حقونو ټولنې مشر سردار هومي سينګ هم په دې احتجاج کې شریک شوی وو.
نوموړي مشال راډیو ته وویل چې "دا نجلۍ په زور بیول شوې او په زور ورسره واده شوی دی."
ده وویل، "د يو نکاح له پاسه بله نکاح څنګه کيږي؟ د هلک هم نکاح شوی او د نجلۍ هم. زه دا خبره نه کوم، دا د هغې کورنۍ وايي چې په زور بیول شوې او په زور ورسره واده شوی دی."
سردار هومي سينګ وویل، دوی غواړي چې دا نجلۍ دوی ته مخامخ کړل شي او چې څه وايي نو دوی ته یې مخامخ وکړي.
په ملاکنډ ډېوېژن کې د " لا کمېشن" مشر وکيل فياض حکمي مشال راډیو ته وویل چې "په دې مسله کې خو قانون بالکل واضحه دی، کله چې يو غير مسلمه نجلۍ خپل مذهب بدل کړي، مسلمانه شي، نو په دې وخت کې د هغې پخوانی نکاح مات شي."
د ده په وینا، اوس که له دې نجلۍ سره داسې ثبوت وي چې دا مسلمانه شوې ده نو هغه دې وړاندې کړي.
د بونېر د پير بابا تاڼې محرر وايي چي د سيکانو په وينا یې رپورټ درج کړی او افسرانو ته یې لېږلی دی. خو نوموړي په دې اړه له نورو خبرو ډډه وکړه.