خیریه ادارې په سمندرګي کې سلګونه ناقانونه کډوال ژغورلي
یوې خیریه ادارې د مدترانې یا روم په سمندرګي کې هغه سلګونه کډوال ژغورلي چې په ناقانونه ډول اروپا ته تګ غواړي. په کډوالو کې یې زیاتره د بنګلادېش او افریقايي هېوادونو وګړي دي خو پاکستانیان او افغانان هم پکې شامل دي. دوی په وړو او خطرناکه کښتیو کې سفر کوي چې اکثر د پېښو ښکار هم شي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.