د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرېش له نړیوالې ټولنې د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره د پراخو مرستو غوښتنه کړې


ګوتېرېش د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سره تر ملاقات وروسته وویل، د هېواد سېلاب ځپلي پراخو مرستو ته اړتیا لري - د سېپټېمبر نهمې انځور.
ګوتېرېش د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سره تر ملاقات وروسته وویل، د هېواد سېلاب ځپلي پراخو مرستو ته اړتیا لري - د سېپټېمبر نهمې انځور.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي (سېکرېټري جنرل) انتونیو ګوتېرېش وايي، دا د نړېوالې ټولنې مسوولیت دی چې د وېجاړوونکیو سېلابونو له وجې له ستونزو سره لاس او ګرېوان پاکستان سره په پراخه کچه مرستې وکړي.

نوموړی چې د سېپټېمبر پر اتمه د شپې ناوخته پاکستان ته رسېدلی وو، دا څرګندونې یې د سېپټېمبر پر نهمه د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره یو ځای، په اسلام اباد کې د سېلاب ځپلو لپاره د جوړ شوي مرکز (فلډ رېسپانس سېنټر) د دورې پر مهال کړې دي.

د پاکستان دولتي راډیو پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د هغه مرکز د لیدنې پر مهال نوموړي ته چارواکو په پاکستان کې د سېلابونو، زیانونو، د ژغورنې د عملیاتو او بحالۍ په اړه معلومات ورکړل. نوموړي پاکستانیو چارواکو ته وویل، هغه به له سېلاب ځپلو سره د مرستو په خاطر د نړیوالې ټولنې د پام اړولو لپاره خپل پوره کوشش کوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د مشر مننه وکړه چې د "ازمون په دې ګړۍ" کې یې د پاکستان دوره او ورته یې د مرستې ډاډ ورکړ. پاکستان وايي، د سېلابونو له وجې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو له مشره مننه وکړه چې د پاکستان دوره او د مرستو ژمنه یې وکړه - د سېپټېمبر نهمې انځور.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو له مشره مننه وکړه چې د پاکستان دوره او د مرستو ژمنه یې وکړه - د سېپټېمبر نهمې انځور.

ګوتېرېش د سېپټېمپر پر نهمه په اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سره تر ملاقات وروسته د ګډې خبري غونډې پر مهال وویل، د هېواد سېلاب ځپلي پراخو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري ځکه چې د لومړنیو معلوماتو له مخې سیلابونو خواوشا ۳۰ اربه ډالره پورې نقصان رسولی دی. "د نړیوالې ټولنې ذمه واري ده چې په پاکستان کې په دې حالاتو کې په پراخه کچه مرسته وکړي. د نړیوالې ټولنې دا ذمه واري هم ده چې د اب و هوا ککړونکو ګیسونو د مقدار د کمولو مسله جدي واخلي او د پاکستان په څېر له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د حالاتو سره د مطابقت، مقاومت او بیا رغونې په برخه کې ضرورت لري. موږ ته معلومه ده چې زموږ مرستې په سمندر کې د یوې قطرې برابرې دي خو موږ مکمله ژمنتیا لرو."

ګوتېریش او وزیراعظم شهباز شریف وویل، د سېلابونو اصلي وجه ماحولیاتي بدلون دی.

وزیراعظم شهباز شریف د ګوتېرېش مننه وکړه چې له پاکستان سره د خواخوږۍ او یووالي لپاره هلته تللی او د مرستو هوډ یې ښودلی دی. "ګوتېرېش د دې ویلو لپاره دلته راغلی چې د پاکستان ولس او په کروړونه هغه خلک چې په اوبو کې ګېر دي، ورسره نه یوازې په دې مشکل وخت کې د درېدو ټینګار وکړي، بلکې د [ملګرو ملتونو] په واک کې چې څومره ذریعې دي، په کار یې راولي، چې د سېلاب ځپلو مرسته وشي. زموږ چې څومره پلونه، په زرګونه سړکونه، د ټرانسپورټ او رابطې نظام تباه شوی دی، د هغې د بحالۍ او مرمت لپاره چې څومره دوی کولای شي، هغه به کوي."

پاکستان کې وروستیو سېلابونو ډېری خلک بېکوره کړي دي: انځور د سېپټېمبر اتمه کال ۲۰۲۲
پاکستان کې وروستیو سېلابونو ډېری خلک بېکوره کړي دي: انځور د سېپټېمبر اتمه کال ۲۰۲۲

رویټرز خبري اژانس لیکي، د پاکستان په شمالي سیمو کې د واورینو کمرونو د ویلې کېدو او سختو بارانونو له امله په سېلابونو کې خواوشا ۱،۳۹۱ کسان مړه شوي دي. پر دې برسېره، د هېواد په مختلفو برخو کې یې سړکونو، پلونو، کورونو، څارویو او فصلونو ته هم په پراخه کچه نقصان رسولی دی.

حکومت وايي، سېلابونو ۳۳ مېلیونه خلک اغېزمن کړي دي. تر دې مخکې، د اګست پر ۳۰مه ملګرو ملتونو په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د بیړنیو مرستو لپاره د ۱۶۰ مېلیونه ډالرو غوښتنه کړې وه. دا راز چین، کاناډا، ترکیې، او اسټرالیا له سېلاب ځپلو سره مرستې اعلان کړې دي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د سېپټېمبر پر نهمه په یو بیان کې وویل چې د پوځ مرکزي کمانډ یې اغیزمنو خلکو ته د بیړنیو خوراکي او نورو شیانو رسولو بهیر پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG