اېټالیا کې تر ۳ کلن ځنډ وروسته تاریخي مېله شوې
د اېټالیې په وینس ښار کې تر درې کلونو ځنډ وروسته د رېګاتا ستوریکا په نوم یوه تاریخي مېله شوې ده چې پکې ۳۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده. لوبغاړو رنګارنګ جامې په غاړه کړې وې او د ۱۶مې پېړۍ په کښتیو کې د ښار له بېلابېلو نهرونو تېر شول. رېګا ستوریکا یوه ځانګړې لوبه ده چې په وینس کې زرګونه کاله پخوانی تاریخ لري. د اې اېف پي اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.