د اطلاعاتي چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار وايي، په وروستیو کې په صوبه کې د ناامنۍ پرضد په ولسي احتجاجي غونډو کې خلکو له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د سولې د خبرو مخالفت نه دی کړی.
محمد علي سیف دا خبره د نومبر پر ۲۰مه پر داسې مهال مشال راډیو ته وکړه چې د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان له لوري د اوربند برقراره پاتې کېدو پر دعوو سربېره د ناامنۍ پېښې روانې دي چې پرضد یې پراخ لاریونه، جلسې او جرګې دوام لري.
د ۲۰۲۲ز کال د جولای له میاشتې راهیسې د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو په ګډون په یوشمېر نورو ضلعو کې خلکو په احتجاجي غونډو کې پر حکومت د امنیت ټینګښت غږ کړی دی او وايي حکومت دې د تېرو کلونو په څېر بیا وسلوال منظمېدو او پیاوړي کېدو ته نه پرېږدي.
د پاکستان حکومت د افغان طالبانو په مینځګړتوب د ۲۰۲۱ز په وروستیو میاشتو کې له ټي ټي پي سره د سولې خبرې پیل کړې چې په نتیجه کې یې دوه ځلې اوربند وکړ او دواړه خواوې د ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه تر نامعلومې مودې د اوربند پر غځېدو سلا شوې.
خو پر دې سربېره په خیبر پښتونخوا کې بریدونه روان دي. داراز، تحریک طالبان پاکستان په وروستیو کې په لکي مروت او باجوړ کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو د حملو ذمه واري ومنله او د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخوا پولیس وايي چې د وسلوالو ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سيف سږ کال له ټي ټي پي سره د مذاکراتي پلاوي د مشر په توګه کابل ته سفرونه وکړل او د هغې ناقانونه ډلې له مشرتابه سره یې خبرې وکړې. خو مذاکرات د جولای په پای کې په کابل کې په امریکايي ډرون برید کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري تر وژنې وروسته وځنډېدل.
نوموړی وايي، د خیبر پښتونخوا خلکو په خپلو احتجاجي مظاهرو کې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو مخالفت نه دی کړی.
ده البته د ناامنۍ ضد د خلکو احتجاجونه پرځای وبلل او زياته يې کړه چې له طالبانو سره د سولې د ځنډېدليو خبرو د بیا پيل امکان شته. "د خلکو په احتجاجونه کې د امن لپاره غږ پورته کېدل او د مذاکراتو پر عمل شک پيدا کول، دا دوه جلا خبرې دي. له پاکستانيو طالبانو سره مو خبرې پيل کړې وې، هغوی ډز بندي هم کړې وه چې تقريباً تر درو مياشتو پورې پرځای وه. زه ويلای شم چې تر اوسه نه طالبانو او نه هم د پاکستان حکومت په رسمي توګه له خبرو انکار کړی دی. د اوس لپاره له دواړو خواو څخه عمليات روان دي، چې په نتيجه کې يې د وېرې يوه فضا جوړه ده. د پاکستان اوسنيو سياسي مسلو مذاکرات د ځنډ ښکار کړي دي. خو زه ګڼم چې اوس هم امکان شته چې که له يوې خوا نه يو څه اقدامات وشول نو امکان شته چې د سولې خبرې بېرته پيل شي او ګټې يې پاکستاني ولس ته ورسي."
خو د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې ولسي مشرانو، ملتپاله سیاستوالانو، فعالانو او په ۲۰۱۴ز کال کې پر ارمي پبلک سکول د برید ښکار شویو زده کوونکو میندو او پلرونو په بیا بیا د اسلام اباد او ټي ټي پي ترمینځ پر مذاکراتو اندېښنې ښوولې دي.
د بلاول بوټو زرداري څرګندونې
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ويلي، وخت راغلی چې د کورني امنيت او د ترهګرۍ په څېر مسلو هواري لپاره پخوانیو پرېکړو ته بیاکتنه وشي.
نوموړي د نومبر پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ زیاتېدونکو پېښو او پرضد یې د احتجاجونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستاني ولس "مېړانه" وستايله خو حکومتي تګلارې ته یې پر بیاکتنې ټینګار وکړ.
ده وویل، که ولسي خلک دا اندېښنه لري چې ګواکې "ترهګر بیا راځي او احتجاج ته یې مخه کړې نو دا یې حق دی. [البته] دا د یوه حکومت او ریاست په توګه زموږ ذمه واري ده چې په ملک کې امن او د قانون عملداري یقیني کړو. ښايي وخت راغلی چې تر تړلیو دروازو شا ته هغو پرېکړو ته بیاکتنه وشي چې په وروستیو کې د کورني امنیت او ترهګرۍ د ستونزو هواري لپاره شوې وې."
د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د سولې د خبرو په اړه د ده سوچ د تحريک انصاف د تېر حکومت له دریځه جلا دی.
د شنونکو نظر
خو د دفاعي چارو يو شنونکی برېګېډيیر سید نذير وايي، تر هغې چې د پاکستان سياسي ګوندونه د هېواد د ترهګرۍ ضد تګلارې په جوړولو او د هغې په عملي کولو کې په پوره توګه ښکېل نه شي، د ناامنۍ مسله به پرځای پاتې وي. "د سياسي حکومت او سياسي ګوندونو مسله دا ده چې هغوی نه د جنګ ذمه واري اخلي او نه د سولې د خبرو. له پاکستانيو طالبانو سره د سولې د خبرو پروسه تقريباً ۷۰ فيصده بشپړه شوې وه، خو هغه وځنډول شوه. حال دا چې په خبرو کې د قبايلي مشرانو نمايندګي وه، د خیبر پښتونخوا د نورو سيمو مشران او د سياسي ګوندونو استازي هم پکې ول. پر دې سربېره، د سولې د خبرو په اړه دوه ځله پارلېمان ته معلومات ورکړل شول. خو د دې هر څه باوجود، ولسي حکومت د سولې عمل مسووليت اخيستو ته تيار نه وو. ضوروت د دې خبرې دی چې د ترهګرۍ ضد يوه جامع پالېسي وي او د حکومت او رياست ذمه وارې ادارې يې جوړه او سر ته ورسوي."
خو په پېښور کې خبريال او د چارو شنونکی شميم شاهد له نذیره جلا دریځ لري او وايي، په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ زياتېدو تړاو نېغ په نېغه د افغانستان لپاره د پاکستان د پوځي اېسټيبلېشمنټ له تګلارې سره دی.
ده د نومبر پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د پاکستان سياسي مشرتابه له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې خبرو له بهیره لیرې ساتل شوی وو. "د پاکستان پوځي اېسټيبلېشمنټ په افغانستان کې يوه داسې حکمت عملي خپلول غواړي چې په نتيجه کې يې د هغه هېواد واکداران تر مسلسل فشار لاندي وساتي. د بلاول [بوټو زرداري] خبره بېخي سمه ده. د پوځي اېسټيبلېشمنټ د زور او فشار د پالېسۍ عکس العمل هرومرو مخې ته راځي. له پاکستانيو طالبانو سره په خبرو کې بايد د هېواد سياسي قيادت په اعتماد کې واخيستل شي. که داسې نه وه، نو په تېرو کلونو کې له طالبانو سره د سولې شاوخوا ۳۳ لوظنامې شوې وې، خو د ټولو نتيجه منفي وه."
خو د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي او هلته د سولې او ثبات غوښتونکي دي. د پاکستان حکومت په تېرو کلونو کې په بیا بیا ټینګار کاوه چې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړي دي او دا چې د وسلوالو طالبانو مرسته یې نه کوله.
اسلام اباد په تېرو کلونو کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال هم د دوه مخې پالیسۍ تورونه رد کړي دي او وايي چې ترهګرۍ پاکستان ته خورا زیات زیان رسولی دی او بې له توپیر پاللو یې د وسلوالو ضد پراخ عملیات کړي دي.