د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتوي


پاکستان کې د پنجاب اسمبلۍ ودانۍ: انځور له ارشیفه
پاکستان کې د پنجاب اسمبلۍ ودانۍ: انځور له ارشیفه

پاکستان تحریک انصاف ګوند، چې په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې حکومتونه لري، د دواړو صوبو د اسمبليو د ماتولو پرېکړه کړې ده.

د ګوند يو مخکښ فواد چوهدري پرون (د نومبر پر ۲۸مه) په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې دا پرېکړه د پاکستان تحريک انصاف د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د ګوند د مهمو مشرانو په غونډه کې شوې ده.

نوموړی وايي: " غونډې د پنجاب او د خيبر پښتونخوا د اسمبليانو د ماتولو منظوري ورکړه. عمران خان نن (د نومبر پر ۲۸مه) له محمود خان (خیبر پښتونخوا اعلا وزير) سره ملاقات کړی دی او سبا به (نومبر پر ۲۹مه) له چودري پروېز الهي (د پنجاب اعلا وزیر) سره ويني. د جمعې پر ورځ د پنجاب او د خالي پر ورځ د پنجاب د پارلماني ګوندونو غونډه ده او تر دې وروسته به اسمبليانې ماتې کړل شي."


پاکستان تحریک انصاف دا پرېکړه د ګوند د مشر عمران خان د هغه اعلان په رڼا کې کړې چې نوموړي د نومبر پر ۲۶مه نېټه په راولپېنډۍ کې د جلسې پر مهال کړی وو.

نوموړي د نومبر پر ۲۶مه په راولپېنډۍ کې حکومت ضد لاریون ته په وینا کې وویل، د استعفاګانو نېټه به له ملګرو سره تر سلا وروسته اعلان کړي. "ما دا فیصله کړې چې موږ نور په دې نظام کې نه پاتې کېږو. زه به له خپلو اعلاوزیرانو او د ګوند له پارلېماني مشرانو سره مشوره کوم او له ټولو اسمبلیو څخه مو د وتلو پرېکړه کړې ده."

عمران خان په اپرېل کې په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحریک په مټ له دندې ګوښه شو او له هغه وخت راهیسې یې ټینګار کړی دی چې د سیاسي بحران د هواري یوازینۍ لاره انتخابات دي.

نوموړی دا ګام د دې لپاره پورته کوي چې د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان پر مرکزي حکومت فشار واچوي چې ژر تر ژره عام انتخابات اعلان کړي، خو واکمن ګوندونو د تحریک انصاف تر وخت له مخه د انتخاباتو دا غوښتنه په وار وار رد کړې ده.

خو د خان تر وینا وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله شخصي جیو نیوز ټېلېويژن ته په مرکه کې وویل چې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې پر اعلاوزیرانو د عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریکونو له لارې د اسمبلیو ماتولو مخه نیسي.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا ویلي دي چې خپل قانوني وخت پوره کوي، د اقتصاد سمولو هڅو ته دوام ورکوي او دا چې انتخابات د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پر ټاکلي وخت کوي.

XS
SM
MD
LG