په ايران کې حکومت ضد کاربندیز دوام لري
په ایران کې د ډېسېمبر پر اوومه هم د حکومت ضد مظاهرو او کاربندیز دوام درلود او په شاوخوا ټول هېواد کې دوکانونه او کارخانې تړل شوې وې. په ایران کې د سېپټېمبر په نیمايي کې د پولیسو په حراست د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر بېهوښه کېدو او بیا مړینې پرضد مظاهرې پیل شوې. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ویډیويي رپورټ.