د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې ټرانسپورټرانو د ډرېور تښتونې پرضد پرلت وهلی دی


کراچۍ کې ټرانسپورټرانو د ډرېور تښتونې پرضد پرلت وهلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

په کراچۍ کې د ټرانسپورټرانو د بېلابېلو ټولنو غړو او ډرېورانو په کراچۍ کې احتجاجي لاریون کړی دی او بیا یې د واکمن پیپلز ګوند مرکزي دفتر مخې ته پرلت وهلی دی. دوی د ډېسېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، پینځه ورځې مخکې د سیند په کشمور کې غلو او ډاکوانو یو ډرېور عمران اپرېدی تښتولی او له کورنۍ یې باج غواړي. حکومت وايي، له پرلتوالو سره خبرې کوي او دا چې د اپرېدي د خوشې کولو لپاره یې د غلو پرضد عملیات پیل کړي دي. د سیند او پنجاب په یوشمېر سیمو کې د غلو او ډاکوانو ډلې فعالې دي چې د تاوان لپاره خلک تښتوي او داراز ډاکې هم اچوي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG