د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاهد افریدی د پاکستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر ټاکل شوی


 شاهد افريدی په يوه غونډه کې - انځور له ارشيفه
شاهد افريدی په يوه غونډه کې - انځور له ارشيفه

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخوانی مشر، شاهد خان افریدي د لوبغاړو د انتخابولو يا غورواي کمېټې مشر ټاکلی دی.

پخواني نړیوال لوبغاړي عبدالرزاق او راو افتخار هم په دې کمېټه کې شامل کړل شوي دي.

تر دې مخکې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د کرکټ بوډ مشر رمیز راجه له دندې ليرې او د هغه پر ځای نجم سېټي وټاکه. سېټي دا هم ويلي چې په پاکستان کې به د کورني کرکټ په لړ کې ځيني بدلونونه کوي.

دا تر هغه وروسته ده چې پاکستان د دیسمبر په میاشت کې له انګلينډ څخه خپلې دريواړه ټيسټ کرکټ‌لوبې وبایللې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG