د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چمن کې يو سرحدي سرتیری او په مردان کې يو نرښځی وژل شوی


په چمن کې د يو روغتون مخې ته ولاړ پولیس - انځور له ارشیفه
په چمن کې د يو روغتون مخې ته ولاړ پولیس - انځور له ارشیفه

د بلوچستان په چمن کې د سرحدي ځواکونو يو سرتيری او د خیبر پښتونخوا په مردان کې يو نرښځی وژل شوی دی.

د بلوچستان چارواکي‌ وايي د دیسمبر په ۲۴مه، په چمن ښار کې ناڅرګنده وسله والو د لیویز ځواک یو عسکر په ډزو وژلی دی. د چمن ضلعې مرستیال کمشنر عبدالحمید زهري د دیسمبر په ۲۵مه رسنيو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې برید هغه مهال شوی چې د سرحدي ځواکونو سرتيري په ګزمه روان وو.

نوموړي دا د ترهګرۍ پېښه بللې ده. تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې حملې زمه واري نده منلې. په تېرو وختونو کې هم ورته بریدونه شوي دي چې ذمه واري یې يا تحريک طالبان پاکستان او يا هم بلوڅ بیلتونپالو ډلو منلې ده.

په مردان کې پر نرښځيانو حمله

د خیبر پښتونخوا په مردان کې نا معلومو وسله والو یو نرښځی په ډزو وژلی دی. د مردان پولیسو مشال راډيو ته په ورکړو معلوماتو کې ويلي چې د دیسمبر په ۲۴مه نامعلومو وسله والو د عمیر لالو په نامه یو نرښځی وژلی دی او تښتېدلي دي. پولیس وايي مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم یو شمېر نرښځیان په ډزو وژل شوي دي. د سپتمبر په مياشت په پېښور کې د "نامعلومه" کسانو په ډزو کې څلور نرښځيان او د هغوی ډرېور زخمي شوي وو.

په خيبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د اتحادیې مشرې ارزو خان پر فېسبوک ليکلي‌ وو چې د سپټمبر پر ۱۰مه د پېښور پر دلازاک سړک په شوې حمله کې ډولفېن ایان، نینا خان، ظهور او حسینه خان تر څنګ د هغوی ډرېور ژوبل شوی دی. هغې پر حکومت غږ کړی وو چې د نرښځيانو ژوند دې خوندي‌کړي.

د خيبر پښتونخوا د بېلابېلو سيمو نرښځيانو د ۲۰۲۲زکال د مارچ په ۲۸مه د پېښور پرېس کلب مخې ته په مظاهره کې غوښتنه کړې وه چې حکومت دې د دوی ژوند او کاروبار لپاره امنيت برابر کړي. د دوی په وينا، په تېرو اوو کلونو کې تر ۱۰۰ زيات نرښځيان وژل شوي دي.

د پاکستان پارلېمان د نرښځيانو د خوندي ساتلو لپاره قانون منظور کړی خو نرښځيانو د خپلې مظاهرې په وخت ادعا وکړه چې پر دوی د شويو بریدونو په پېښو کې ککړ يو ملزم ته هم سزا نه ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG