نیویارک: د واورې توپان لسګونه کسان وژلي
د امریکې په نیویارک ریاست کې د واورو د توپان له وجې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوې دي. د نیویارک چارواکو د دسمبر پر ۲۶مه وویل چې د توپان له وجې زیاتره مرګ ژوبله د دې ریاست په غربي سیمو کې اوښتې. د نیویارک ریاست په متاثره سیمو کې بیړنی حالت اعلان شوی او زیاتره لویې او وړې لارې د ټرېفیک په وړاندې تړل شوې دي. د چارواکو په وینا د واورو د ورښت څپه دوام لري خو دوی هڅه کوي چې متاثرینو ته هر ډول مرستې ورسوي او په دې لړ کې ورسره د ولسشمر دفتر هم ملاتړ کوي. په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ چې منورشاه د اې پي او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو جوړ کړی دی.