د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي ځوانان د ښه ژوند په لټون اروپا ته په لار ترۍ تم شوي


د افغانستان، پاکستان او ګڼو نورو هیوادونو ځوانان په قاچاقي لارو اروپا ته د سفر پر مهال له سختو حالاتو سره مخامخ کېږي: انځور له ارشیفه
د افغانستان، پاکستان او ګڼو نورو هیوادونو ځوانان په قاچاقي لارو اروپا ته د سفر پر مهال له سختو حالاتو سره مخامخ کېږي: انځور له ارشیفه

له څو ورځو راهیسې یو شمېر خوستي ځوانان چې غوښتل يې په قاچاقي لارو اروپا ته ولاړ شي، د بلاروس او لیتویا په سرحدونو کې لا درکه شوي دي.

د یادو ځوانانو کورنۍ له نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو او اړوندو ادارو غواړي، چې د دوی د لا درکه شویو ځوانانو په موندلو او د هغوی د حالاتو د شریکولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د خوستیو لادرکه شویو د کورنیو غړي وايي، له شاوخوا لسو ورځو راهیسې يې له خپلو مساپرو سره اړیکې پرې شوي او دا چې هغه سیمو کې سختې واورې او ساړه وي، د خپلو مساپرو د ژوند په اړه سخت انديښمن دي.


د خوست اوسیدونکي ریاض رعد مشال راډیو ته وویل: "زما د ورور په ګډون لس تنه خوستوال وو، چې بلاروس ته تللي وو، غوښتل يې چې د سر د امن په خاطر جرمني هېواد ته واوړي، هلته د نورو ولایتونو شپږ کسان هم ورسره یو ځای شوي وو، دوی د بلاروس په ځنګل کې د لیتویا د سرحد سره له پنځلسو ورځو راهیسې بې درکه شوي دي، نو د ملګرو ملتونو او بشري حقونو له سازمانونو مو دا غوښتنه ده چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي، او د لیتویا او بلاروس حکومتونو څخه دا مالومات وکړي، چې دا کسان چیرې دي مړه دي او که ژوندي دي؟"

د خوستیو لا درکه شویو ځوانانو د کورنیو غړي وايي، دوی سخت انديښمن دي، ځکه له څو ورځو راهیسې يې خپلو کسانو سره هر ډول ټلیفوني اړیکې پرې شوې دي.

برازيل کې تر ۱۰۰ زيات افغانان د هوايي ډګر په خېمه کې اوسېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00


د خوست اوسیدونکی فرهاد الله الهان وايي، د دوی انديښنه د خپلو مساپرو د حالت په اړه ده، ځکه یاده سیمه سخته واوره او ساړه لري او هلته په ځنګلونو کې وخت تیرول ناشوني دي. د ده په وینا، ستونزه داده چې په دې اوږدو ځنګلونو کې مساپرو سره د همکارۍ لپاره هېڅوک هم نشته.

د لا درکه شویو خوستیو ځوانانو د کورنۍ یو بل غړی بخت الله چې د صبریو د ابادخانې کلي اوسیدونکی دی وايي، د ده ورور ایران او له هغه ځایه روسیې ته قانوني تللي، خو غوښتل يې بیا د بلاروس او لیتویا له لارې جرمني ته ولاړ شي. دی وايي، مالومات يې دادي چې بلاروس سرحد ساتونکي يې لیتویا ته ستنوي او هغوی يې بلاروس ته، یانې یو اړخ هم دې کسانو ته په خپله سیمه کې د اوسیدو اجازه نه ورکوي. بخت الله وویل، د خپل ورور او د هغه د ملګرو سره يې اوس اړیکه قطع شوې او له ژوند او مرګه يې نه دي خبر.


وموغوښتل، په دې اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو غبرګون واخلو، خو د دې رپوټ تر برابرولو هغوی خپل نظر راسره شریک نه کړ.

یاده دې وي، د کډوالو ملاتړو بنسټونو او شخصیتونو په دوامدره توګه له ځوانانو غوښتي، پر قاچاقي لارو له سفر کولو، چې له سختو ګواښونو سره مله دي، ډډه وکړي او پر ځای دې ځانونو لپاره د سفر قانوني لارې ومومي.

XS
SM
MD
LG