د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو او اروپايي ټولنه د امنیت او د اوکراین د ملاتړ لپاره همکاري پراخوي


د اروپايي ټولنې او د ناټو مشران د جنورۍ پر ۱۰مه په برسلز کې خبري غونډې ته وینا کوي.
د اروپايي ټولنې او د ناټو مشران د جنورۍ پر ۱۰مه په برسلز کې خبري غونډې ته وینا کوي.

اروپايي ټولنې او ناټو موافقه کړې ده چې د امنیت او د روسیې یرغل پر وړاندې له اوکراین سره د مرستې لپاره خپله همکاري پیاوړې کړې.

د ناټو او اروپايي ټولنې ترمینځ موافقه د جنورۍ پر ۱۰مه په برسلز کې لاسلیک شوې چې موخه یې د همکارۍ ښه کول، مهم جوړښتونه خوندي کول او داراز، د اقلیم یا اب و هوا بدلون، خلايي (فضايي) ځغل او د بهرنیو لاسوهنو او ناسمو معلوماتو د کیمپېنونو امنیتي اغېز په نښه کول دي.

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ په دې اړه خبري غونډې ته وویل، "موږ باید د ناټو او اروپايي ټولنې ترمینځ د ملګرتیا پیاوړتیا ته دوام ورکړو او باید له اوکراین سره د خپل ملاتړ پیاوړی کړو."

تر هغې وروسته چې مسکو د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین ناڅاپه برید وکړ، هغه غربي پوځي او امنیتي اتحاد او اروپايي ټولنې د هغه هېواد د دفاع لپاره کییف ته اربونه ډالره ورکړي دي.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۰مه د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین یو نېږدې ملګري او د روسیې د امنیتي شورا سېکرټر نېکولای پاتروشېف ویلي ول چې جګړه د کییف او مسکو ترمینځ نه ده بلکې د ناټو او مسکو ترمینځ ده ځکه چې لویدیځ د روسیې د شلولو یا فلجولو او د نړۍ له سیاسي نقشې څخه یې د نوم لیرې کولو هڅه کوي.

پاتروشېف دا څرګندونې په مسکو کې د ارګمنېتي فکتي په نامه له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG